پرعراق د ايران د بريد غندنه او د احتياطي تدابيرو اعلان
۱۴۰۰ اسفند ۲۳, دوشنبهد عراق د بهرنيو چارو وزارت د ايران سفير احضار کړی دی او پر اربيل ښار یې د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو له خوا د توغندي پر توغولو سخت احتجاج کړی دی. عراق د ايران دا ګام له خپلې خپلواکۍ څخه څرګنده سرغړونه بللې ده. بل لوري ته امريکا متحده ايالاتو او آلمان هم دا کړنه په کلکو ټکو غندلې ده.
د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي، په دې اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن سره تلیفوني خبرې اترې کړي دي. الکاظمي ويلي چې بايد پرې نه ښوول شي چې هېواد یې «د بهرنيو قدرتونو له خوا د غچ اخيستني کړنو له پاره پر سټيج بدل شي.»
امريکا له خوا غندنه
د امريکا د ملي امنيت سلاکار جيک سیليوان ويلي چې امريکا دا بريد په کلکه غندي. نوموړي د سپینې ماڼۍ له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويلي: «موږ به د ايران د مسئول بللو له پاره د عراق له حکومت څخه ملاتړ وکړو او موږ به په ټول منځني ختيځ کې د ايران له خوا د دې ډول خطرونو د ځواب ويلو له پاره له خپلو متحدينو سره مرسته وکړو.»
نوموړي زياته کړې: «د دې بريد په ترڅ کې له کوم څرګند دليل پرته د کردستان سيمې په پلازمينه اربيل کې يو ښاري استوګنځای په نخښه کړل شوی دی.»
امريکا له عراق سره د دافع هوا سيسټم په برخه کې مرسته کوي
د ایران د بريد په ځواب کې د کردانو سيمه ایز حکومت دا خبره رد کړې ده چې ګني په خاوره کې یې چيرته د اسرائيلو کوم مرکز شتون لري. ويل شوي چې ايران د امريکا قونسلګري په نخښه کړې وه خو د اصلي هدف پر ځای یې شا او خوا پرتو ودانیو ته زيان رسولی دی.
د امریکا د ملي امنيت مشاور جيک سليوان وايي چې واشنګتن د عراق د دفاع د پياوړي کولو هڅه کوي. نوموړي له سي بي اس کانال سره په خبرو کې وويل: «موږ له عراقي حکومت او د کردانو له ادارې سره د سلامشورو په حال کې يو څو د توغنديو پر وړاندې یې د دفاعي وړتیاو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړای شو او په دې توګه هغوی په خپلو ښارونو کې خپله دفاع پخپله وکړای شي.»
د آلمان غبرګون
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت هم دا بريد غندلی دی او ويلي یې دي چې د دې ډول کړنو له امله به د ترهګرې ډلې داعش پر وړاندې جګړه ټکنۍ شي.
د آلمان د حکومت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي: «د داعش پر وړاندې د نړيوال ائتلاف پر سفارتي کارکوونکو، استازو او د هغوی پر تاسيساتو بریدونه د منلو نه دي. اړتيا ليدل کيږي چې په دې بريد کې لاس درلودونکي ځواب ووايي.»
څه پېښ شوي ول؟
ايران د يکشنبې پر سهار د عراق په شمال کې د کردانو تر کنترول لاندې سيمې پر پلازمينه د توغنديزو بريدونو پړه منلې وه. په دې بريد کې ځاني زيان نه وو رسيدلی خو يوه کردي تلويزيوني شبکې «کی ۲۴» ستوديوګانې او شا او خوا ودانيو ته زيان اوښتی وو.
په بغداد کې د امریکا پر پوځي اډې توغندیز برید شوی
د ایران د سپاه پاسداران ځواک پر خپله انترنت پاڼه د اربيل د بريد پړه منلې وه او ويلي یې ول چې د اسرائيلو «پر ستراتيژيک مرکز» یې بريد کړی دی. په دې اعلاميه کې د دې ډول نورو بريدونو خبرداری هم ورکړل شوی دی.
سپاه پاسداران په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي خو په دې وروستیو کې د ځينو بريدونو يادونه یې کړې ده چې د دغه ځواک دوه غړي پکې وژل شوي وو او ويلي یې دي چې اسرائيل پخپله هم د تیري په پېښو کې ښکيل دی. اسرائيلو تر اوسه د دې تورونو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښوولی.
ب.ص/ ن. ز (AP, afp, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: