You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
پاکستان
په دې پاڼي کي د افغانستان د ګاونډي هيواد پاکستان په اړه معلومات موندل کیږي.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
کابل: پاکستان طالب مشران خبرو ته حاضرولای سي
افغان دولت وايي، چي ګاونډی پاکستان کولای سي چي د دوی او طالب مشرانو تر منځ د سولي خبرو له پاره مستقيم فرصت برابر کړي. خو کار پوهان بيا په بل نظر دي.
د افغانستان او پاکستان په اړيکو کي ستونزه څه ده؟
د ترهګرۍ پر ضد جګړه کي د افغانستان په رژيم کي او په پاکستان کي د افغانسان په اړه پاليسۍ ته څه نا څه بدلون ورکړل سوی. خو د دواړو هيوادنو تر منځ په اړيکو کي اوس هم لوړي او ژوري ليدل کيږي.
پاکستان ته د امریکا سفیر کوټي ته رسیدلی
پاكستان ته د امريكا سفير، كېمرون منټر، په يوه ناڅاپي سفر كوټي ته رسیدلی او په دي ځای كي يي له سركاري چارواكو سره خبرې اتري كړي دي. تر دي وړاندي هم منټر كوټي ته راغلى وو او له يو شمېر پښتنو مشرانو سره يې ليدلي وو
ګروسمن: پاکستان باید په سوله کي مرسته وکړي
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازي، مارک ګروسمن په اسلام اباد کی له خبرو څخه وروسته وویل، د افغانستان ګاونډیان نه یواځې د پخلاینې په پروسه بلکه د سیمی په سیاسی او اقتصادی ثبات کی هم مهم نقش لوبوی
د پاکستان او امریکا اړيکي اوس هم خړي دي
د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، ویلي چي د امریکا او پاکستان د اړيکو د بیا رغولو لپاره باید د اسلامي اورپکو په وړاندي جګړي کي د دواړو هیوادونو همکارۍ په واضحه او روښانه شرطونو ولاړي وي
مولن: طالبان به د روژې په میاشت کې پاکستان ته واوړي
د متحده ایيلاتو لوی درستيز، مایک مولن په نظر طالبان ښایی د روژی په مياشت کی له بريدونو څخه ډه ډه وکړي. هغه دا خبره په کابل کی يوی خبری غونډي ته وکړه.
کورم ايجنسي: عملياتو ۱۰۰۰۰ کورنۍ بېځايه کړي
څه نا څه 100000 کسان وروسته له هغي د پاکستان د سرحدي سيمي، کورم څخه تښتيدو ته اړ سوي، چي د پاکستان پوځ په دغي سيمي کي د ياغيانو پر ضد پوځي عمليات پيل کړي. پاکستاني چارواکي هم منلې.
پاکستان او هندوستان د ښو اړيکو خبري کوي
د پاکستان او هندوستان د بهرنيو چارو وزيرانو د چهارشنبې په ورځ ويلي چي د دواړو هيوادونو اړيکي اوس د پخوا په پرتله ښې سوي. دغو چارواکو په نوي دهلي کي تر کتني وروسته دغه خبره کړې.
امريکا د پاکستان د اټومي وسلو د مخنيوي کوښښ کاوه
محرمو اسنادو ښودلې، چي د امريکا متحده ايالاتو په ۱۹۷۰ کلونو کي يوه پټه ديپلوماتيکي مبارزه پيل کړې وه تر څود پاکستان د اتومي وسلو د جوړولو مخه ونيسي.
په کراچي کي بيا سختي خونړۍ نښتي رواني دي
د پاکستان تر ټولو لوی تجارتي ښار کراچي کي په تيرو دريو ورځو کي د تاو تريخوالي په نوو پيښوکي د وژل سوو کسانو شمير ۴۴ تنو ته رسيدلی.
مشرف: پاکستان د اسامه په قضيه کي مجرم نه دی
د پاکستان پخواني ولسمشر پرويز مشرف وايي، دا چي پاکستان د اسامه بن لادن په قضيه کي پاتي راغي وجه يي د دغه هيواد « بشپړه بي غوري ده، نه دا چي د هغه د جرم شريک وي»
امریکا پر پاکستان ټولي مرستي نه دروي
د امریکا د کانګرس یوه پلاوي د پنجشنبي په ورځ په پاکستان د ټولو امریکايي مرستو د قطع کولو غوښتنه رد کړه. د پاکستان اعتبار وروسته له هغي د امریکا په کانګریس که له منځه تللي چی بن لادن د پاکستان په یوه پوځي ښار کي ووژل شو
حنا رباني کهر د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره سوه
پاکستان، حنا رباني کهر، د بهرنيو چارو د وزيري په توګه نومولې ده، هغه د پاکستان د بهرنيو چارو لومړنۍ ښځينه وزيره ده. هغي ته دا دنده په داسي وخت کي سپارل کيږي چي پاکستان د ډيرو ننګونو سره مخ دی.
محمدي: د جان محمد خان د وژلو دسيسه په پاکستان کي جوړه سوې
د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي ولسي جرگې ته د جان محمد خان د وژلو په اړه معلومات ورکولو کي ويلي، چي د بريد کونکي سره وروستۍ تليفوني اړيکي له پاکستان څخه نيول سوي دي.
پاکستان: افغاني توغندیو زموږ ۴ سرتيري وژلي
پاکستاني چارواکيو پر افغان پوځ تور لگولی، چي پر خاوره يې په راکټي بريد کي ۴ سرتيري وژل سوي او ۲ ټپيان دي. دغه پيښه د افغانستان پولي ته څيرمه د پاکستان په قبايلي سيمه وزيرستان په انګوراډه کي رامنځ ته سوې ده.
مولن: القاعده په پاکستان کي خوندي ځالي لري
د امريکا د لښکرو لوي درستيز چي له دوو ورځو راهيسي په افغانستان کي دی وايي، يو مهال د القاعدې سازمان له افغانستان نړۍ ته ګواښ پيښاوه، خو اوس يي خپلي اډي له دغي خاوري د پاکستان اړخ ته انتقال کړي دي.
وسلوالو کسانو په پاکستان کي اوه کسان وژلي
د پاکستان په شمالي قبایلي سیمي کي پر یو موټر د وسلوالو کسانو د برید په پایلي کي اوه کسان وژل شوي دي. دغه پیښه نن رامنځ ته شوي چي پاکستاني چارواکو یي پخلی هم کړی. په پیښي کي دري نور کسان ټپیان شوي هم دي
پاکستان: احمد شجاع پاشا امريکې ته تللی
د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال احمد شجاع پاشا په ناڅاپي سفر امريکي ته تللی تر څو د هغه هيواد سره د استخباراتي شبکو د همکاريو په اړه خبري وکړي، او د دواړو هيوادونو تر منځ رامنځته سوی واټن يو څه را کښته کړي.
پاکستان: د سرحدي سیمو څخه ځواکونه راباسو
يوي پاکستانۍ ورځپاڼي د سه شنبي په ورځ لیکي چي د پاکستان د دفاع وزیر، احمد مختار، ګواښ کړي چي د افغانستان پولي ته څیرمه به د قبایلي سیمو څخه خپل سرتیري راوباسي
پاکستان: په جگړه کي د امريکا مرستو ته اړ نه يو
د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ ويلي چي د دوی پوځ ددې وړتيا لري، چي د امريکا د مالي مرستو پرته هم د اورپکو پر ضد و جنګيږي.
هلمنديان: پاکستان دي بريدونه بند کړي
د لښكرګاه ښار يو شمېر اوسيدونکو نن د يو سوله ييز لاريون په ترځ کي د پاکستان لخوا پر افغانستان باندي راکيټي بريدونه وغندل، او د دولت څخه يې د هغه د مخنيوي غوښتنه وکړه.
امريکا پر پاکستان خپلي پوځي مرستي و ځنډولې
د امريکا متحده ايالاتو پاکستان ته د ۸۰۰ مليونو ډالرو په ارزښت پوځي مرسته سمدلاسه بنده کړې ده. سپيني ماڼۍ د اسلام آباد له لوري د ځيني ګامونه د پورته کولو وروسته دا فيصله کړې ده.
پاکستان: پوځي عملیاتو 42 یاغیان وژلي
پاکستاني چارواکو د جمعي په ورځ وویل چي په دغه هیواد کي د شورشیانو په وړاندی څلور ورځینی هوایي او ځمکنیي پوځی عملیاتو کي شاوخوا 42 شورشیان او اته پوځیان وژلی دي. دغه عملیات د افغانستان پولي ته نږدي په لاره اچول شوي دي
پاکستان: د پولي د کړکيچ په سر خبري وشوي
د پاکستان پوځ وويل چي د پنجنشبي په ورځ په پيښور کي دافغانستان او پاکستان پوځي چارواکو د امريکا متحده ايالاتو د چارواکو سره يو ځايي د پولي دواړو خواوو ته د رامنځ ته شوي کړکيچ په سر خبري وکړي
د کراچي په هدفي وژنو کي۳۳ تنه وژل سوي
پاکستاني چارواکو ويلي چي د پاکستان تر ټولو لويي ښار کراچي کي د زور زياتيو په پيښو کي په تيرو 48 ساعتونو کي 33 تنه وژل سوي، چي پړه يې پر سياسي لږکيو اچول سوې.
پاکستان او افغانستان په لوړه کچه کډ پوځي کمېسيون جوړوي
د يوې نيمي مياشتي را پدې خوا د پاک– افغان پولي( ډيورنډ) دغي غاړي ته په پرتو يو شمير ولايتونو او همداسي د پاکستان اړخ ته په ځينو سيمو کي سختي نښتي رواني دي.
گرمسېر: د پاکستان سره اوږده پوله نه ده خوندي
د هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالي چي د پاكستان سره اوږده گډه پوله لري امنيتي چارواکي او ځايي اوسيدونکي د پولي د هاخوا څخه د ورانکارو د تگ راټگ څخه سرټکوي.
"پاکستان د بې پيلوټه الوتکو یوازنی تم ځای نه دی"
امريکايي چارواکو ويلي چي د پاکستان د غوښتني سره سره، چي وايي واشنگټن دي په پاکستان کي پوځي اډه خالي کړي، په پلان کي لري چي د افغانستان پولي ته څيرمه د اورپکو د ځپلو لپاره د بې پيلوټه الوتکو بريدونو ته ادامه ورکړي.
پاکستان: پوځي عملياتو ۴۰۰۰ کورنۍ بې ځايه کړي
پاکستاني چارواکي وايي، چي شاوخوا 28000 کسانو د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي سيمي څخه وروسته له هغي بيځايه کيدو ته اړ سوي چي د پاکستاني پوځ هلته پوځي عمليات پيل کړي.
"پاکستان لخوا د راکټي بریدونو جواب ته چمتو یو"
د ملي دفاع ، کورنیو ، بهرنیو ، سرحدونو او قبایلو چارو وزېران او د ملي امنیت رییس د ولسي جرګې د شنبې ورځې عمومي غونډې ته بلل شوي وو چې د پاکستاني ځواکونو لخوا پر افغانستان د توغندیو د توغولو په اړه معلومات ورکړي
چارواکي: پاکستان د افغانستان د ناامنۍ لامل دی
د خوست چارواکي وایي چي پاکستان د طالبانو څخه په مستقیه توګه ملاتړ کوي. هغوي زیاتوي دا چي په خوست او د افغانستان په نورو ولایتونو کي امنیت تینګ نه دی، د دي لامل د پاکستان څخه پر افغانستان د طالب جنګیالیو بریدونه دي
پاکستان پر امریکا خپله پوځي اډه بنده کړه
پاکستان د امریکا متحده ایالاتو پر مخ خپله پوځي اډه تړلي. دغه پاکستانۍ پوځي اډه د امریکا متحده ایالاتو لخوا د طالب اورپکو پر ضد د بي پیلوټه الوتکو په عملیاتو کي استعمالیده
پاکستان: د تورونو لګولو لړۍ باید ختمه سي
د افغانستان، پاکستان او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د امنیتي مسایلو په سر په غونډي کي د پاکستان دولت پر امریکا او افغانستان غږ کړي چي پر یو بل دي د تورونو لګولو لړی ختمه کړي
سرحدي شخړي د افغانستان، پاکستان او امريکا خبري اغېزمني کړي
افغانستان، پاکستان او د امريکا متحده ايالات د سي شنبې په ورځ گډه غونډه کوي تر څو د طالبانو سره خبر اتري تر بحث لاندي ونيسي، د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کي جګړه به د بحث يوه بله موضوع وي.
د معروف اوسیدونکي د پاکستان له مداخلې سر ټکوي
د کندهار د معروف ولسوالۍ خلک، پاکستاني مليشې د هغو طالبانو په ملاتړ تورونوي چي وخت ناوخت په دغه سيمه کي پر امنيتي پوستو، ودانيزو شرکتونو او عامه تاسيساتو بريدونه کوي.
کارپوهان: پاکستان او ايران په عمل کي د تروريز سره مبارزه نه کوي
په تهران کي د افغنستان، پاکستان او ايران د مشرانو تر منځ، د "تروريزم پر ضد" کنفرانس وروسته يو شمېر افغان کارپوهان په دې نظر دی چي، د افغانستان گاونډيان په شعار کي د تروريزم پر ضد، خو په عمل کي ددغه پديدې څخه ملاتړ کوي.
درې گاونډيان د ترهگرۍ په وړاندي گډه مبارزه غواړي
د افغانستان، پاکستان او ایران ولسمشرانو د ترهګری ضد نړیوال کانفرنس د اولی ورځی په پای کی پدی هو کړه کړي چی د سخت دریځو خلاف به په ګډه سره جګړه کوي.
د اسامه پيدا سوی تليفون پټ رازونه بربنډوي
نيويارک ټايمز د يوجګپوړي امريکايي چارواکي په حواله ليکلي چي د اسامه بن لادن په کور کي چي کوم ګرځنده تليفون موندل سوی، په هغي کي ثبت سوي شمېرې د بن لادن او پاکستان د سخت دريزه اسلام پالي ډلي، حرکت المجاهدين، اړيکي ثابتوي.
کلينټن: پاکستاني چارواکي په زړه يو په خوله بل دي
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلينټن، د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته ګواښ وکړ چي، که په خپلو اړيکو کي ريښتنوالي ثابته نه کړي، نو دغه هيواد ته به د امريکا په ميليونونو ډالره مرستي ودرول سي.
هندوستان او پاکستان د سولي خبري بيا پيلوي
د هندوستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله، نيروپا راو، د پنج شنبې په ورځ پاکستان ته رسيدلې ترڅو د داړو هيوادونو تر منځ د سولي د خبرو اترو په اړه د خپل پاکستاني سيال سلمان بشير سره خبري وکړي.
د پاکستان او امریکا د لومړيتوبونو کړکېچ دوام لري
د کوم وخت راهيسي چي د القايدې پخوانی مشر، اسامه بن لادن، و اسلام آباد ته څېرمه په اېبټ آباد کي د امریکايانو لخوا ووژل شو، د پاکستان او امريکا اړیکي له بل هر څخه ډیري ترنګړی شوي دي.
استخبارات: د الظواهري د اوسیدو ځاي معلوم نه دی
د پاکستان د استخباراتي چارواکو په وينا د ايمن الظواهري د خاص ځای په اړه معلومات نسته، خو کيدای سي هغه د پاکستان او افغانستان پولي ته څيرمه په کوم ځای کي پټ وي.
د امريکا او پاکستان د اړيکو تياره فضا
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د پنجشنبې د ورځي په گڼه کي ليکلي چي د2001 م کال راهيسي دا لومړی وار دي چي د امريکا د متحده ايالاتو او پاکستان امنيتي اړيکي تر ټولو کښتي کچي ته رسيدلي. چي دا د ترهګره پر ضد گډي جګړې ته ګواښ پيښوي.
پاکستان د CIA پنځه سيمه ييز کارکونکي نيولي
د پاکستان استخباراتي ادارېISI ، پنځه تنه پاکستانيان د امريکا استخباراتي ادارې CIA ته د جاسوسۍ په تور نيولي دي. ويل کيږي چي په دې کسانو کي د هغه هيواد د پوځ يو غړی هم شامل دی.
هند او پاکستان د کشمير پر سر خبري پيل کړي
يو پاکستاني چارواکي ويلي چي د رواني مياشتي په وروستيو کي به هندوستان د بهرنيو چارو د وزارت يو لوړپوړی چارواکی پاکستان ته ځي ترڅو د دغه هيوا د چارواکو سره د کشمير پر موضوع خبري وکړي.
نظرپوښتنه: د پاکستان ستره ستونزه د امريکا متحد ايالات دي
په اسلام آباد کي د کونراد آدناوربنياد په يوه وروستۍ نظر پوښتنه کي د ۵۰۰ تنو پاکستانيانو څخه پوښتلي چي په هيواد کي يې څه شی يا څوک د لویي ستونزي په توگه بولي. ټولو ويلي چي تر ټولو ستره ستونزه د امريکا متحده ايالات دي.
کابل: پاکستان تر بل هر وخت همکارۍ ته ليوال دی
پاکستان ته د ولسمشر کرزي د سفر وروسته، افغان چارواکي وايي چي پاکستان اوس د افغانستان د سولي په پروسي کي د ونډي اخستو له پاره تر بل هر وخت ليوال دی.
د پيښور د دوو چاودنو قربانيان ولسي وگړي دي
په پاکستان کي د زور زياتيو لړۍ پای نه لري. د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژلو وروسته د يو لړ ځانمرګي او نورو داسي بريدونو په دوام کي پرون شپه د پيښور په يو ګڼ بازار کي دوو چادونو لږ تر لږه 40 تنه ووژل.
امريکا او پاکستان د گډ استخباراتي کار د چوکاټ په هکله خبري کوي
د سي آی اې مشر لیون پنیټا د پاکستان پوځ او د دغه هیواد د استخباراتی شبکی د لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته کړي، اوپه راتلونکی کی یی د استخباراتی شبکو د معلوماتو د شریکولو اولا ښه کولو په سر خبری اتری کړي.
"افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کي متحد دي"
د پاکستان او افغانستان ولسمشرانو د ترهګرۍ خلاف د ګډي جګړې او په جنګ ځپلې سیمه کي د ثبات د راوستلو له پاره د همکاریو د غځولو ژمنه کړې ده.
مخکينۍ پاڼه
د 88 پاڼو څخه 82
بله پاڼه