پاکستان: په يوه چاودنه کي څلور سرحدي عسکر وژل سوي دي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۵, جمعهد پاکستان د پوليسو سرچينو ويلي دي چي چاودنه د جمعې په روځ سهار د کويټې په ۳۰ کيلومترۍ مارګات سيمه کي هغه مهال رامنځه ته سوه چي د امنيتي ځواکونو يو کاروان په سيمه کي د تيريدو په حال کي وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوی، ويلي دي: «په بلوچستان ايالت کي د سولي د ټينګښت په برخه کي د دغو سرحدي عسکرو فداکارۍ د هيريدو نه دي.»
نور ولولئ: په بلوچستان کې چاودنې درې پوليس وژلي دي
د پاکستان بلوچستان ايالت چي له ايران او افغانستان سره سرحدونه لري، په وروستيو وختونو کي د بيلتون غوښتني د سختو نښتو او زورزياتيو شاهد دی. ځايي وسله والي ډلي مرکزي حکومت د سيمي د طبيعي منابعو په سواستفادې تورنوي.
د سړک د غاړي بم چاودني په يوه بله پيښه کي د سې شنبې په ورځ د دغه ايالت د کلات په سيمه کي درې کسه ملکيان ووژل سول. د يوه ځايي چارواکي په خبره، احتمالاً د دغه بريد هدف يوه بله نقليه وسيله وه.
نور ولولئ:په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې پاکستاني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
تر اوسه پوري هيچا يا کومي ډلي د دغو بريدونو مسئوليت پرغاړه نه دی اخيستی.
په اسلام آباد کي د امنيتي مطالعاتو او څېړني مرکز د معلوماتو له مخي، په تيره يوه لسيزه کي تيرکال د پاکستان له پاره تر ټولو خونړی وو، چي ډېر تاوتريخوالی د افغانستان پولي ته نژدې سوی دی.
نور ولولئ:پاکستان د بلوچانو د همغږۍ کميټې پر مشرې د «ترهګرۍ» تورونه لګولي
په مارچ مياشت کي د »بلوچستان بيلتون غوښتونکي پوځ« په نوم وسله والي ډلي پر يوې مسافر وړونکي اورګاډي بريد وکړي چي پکښې د پاکستان په لسونو امنيتي ځواکونه او د يادي وسله والي ډلي غړي ووژل شول.