پاکستان: پر چينايي وګړو د بريد شکمن طراح وژل سوی
۱۴۰۴ مرداد ۶, دوشنبهد پاکستاني چارواکو په وينا د شپې په يوه چاپه کي يې درې هغه مشکوک وسله وال وژلي دي چي تېرکال پر چينايي وګړو د سوي بريد په پلانولو تورن ول. په هغه بريد کي ټپي سويو چينايانو په کراچۍ کي د ټوکرانو په يوه فابريکه کي کار کاوه.
د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې يوه چارواکي آزاد خان د دوشنبې په ورځ وويل چي په وژل سوو کسانو کي د ۲۰۲۴م کال په نوامبر مياشت کي د بريد اصلي طراح هم شامل دی.
هغه وويل چي دغه کس زعفران نوميدی او د پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي غړی وو چي دغه ډله بيا د افغان طالبانو سره اړيکي لري.
چين په وارو وار پر پاکستان فشار راوړی ترڅو د دوی د هغو اتباعو امنيت خوندي کړي چي د بيجينګ د څو ميليارد ډالري پروژې «يوه لاره يو کمربند» کي کار کوي. په دغه پروژه کي سړکونه، د ريل پټلۍ او د برېښنا فابريکو جوړول شامل دي.
چينايي اتباع په وار وار په پاکستان کي تر بريدونو لاندي راغلي دي چي اکثره وخت يې پړه تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو پر غاړه اخيستې کومي ډلي چي په پاکستان کي يې فعاليت منع دی او امريکا متحده ايالاتو د ترهګرو ډلو په توګه پيژندلي دي.
پاکستان ژمنه کړې ده چي د ټولو چينايي کارګرانو له پاره به امنيتي تدابير پياوړي کړي په ګډون د هغو کسانو چي په خصوصي فابريکو کي کار کوي.