پاکستان له هند سره تر پوځي شخړې وروسته ځان په وسلو سمبالوي
۱۴۰۴ مرداد ۲۳, پنجشنبهدپاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ ناوخته (۲۰۲۵ م کال د اگست ۱۳ مه) په اسلام آباد کې د مراسمو په ترڅ کې اعلان وکړ چې په پوځ کې باید د توغندیو د کارولو له پاره یو نوی ځواک جوړ سي. دغه ځواک باید دپاکستاني پوځ د جنگي قوت د پیاوړتیا له پاره د یوه مهم گام په توگه ثابت سي. یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي د رویټرز خبري آژانس ته وویل چې دغه نوې واحد به د توغندیو د سمبالولو او ځای پر ځای کولو له پاره خپله قومانده ولري. نوموړي څرگنده کړه: "دا واضح خبره ده چې دا د هند له پاره په پام کې نیول سوی دی."
دغه دواړه اټومي وسله وال قوتونه په دوامداره توگه خپل وسله وال ځواکونه د هغې سیالۍ په نظر کې نیولو سره تجهیز کوي چې په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو راهیسې موجوده ده. د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی، په دې وروستیو کې د هند په کشمیر کې له هغه برید وروسته پراخ سو چې ۲۶ کسان پکښې ووژل سول. دنوي ډیلي حکومت، د نوموړي برید پړه پر اسلام آباد اچوي. له همدې کبله د می په میاشت کې، له لسیزو راهیسې تر ټولو سخته جګړه پیل سوه، چې پکښي دواړو خواوو له توغندیو، بې پیلوټه او جنګي جیټ الوتکو څخه کار واخیست.