د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو خبرې یوازې اوازې دي
۱۴۰۴ مرداد ۳, جمعهد تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د اونیزې خبري ناستې پر مهال د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: « دا هر څه یوازې اوازې دي. زه نه غواړم پر دې موضوع څه تبصره وکړم.»
نوموړي افغانستان ته د پاکستان د مرستیال صدراعظم اسحاق ډار، او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د وروستي سفر په اړه وویل چې د یاد سفر موخه یوازې د دواړو هېوادونو امنیتي مسایل وه او ډېر تمرکز په افغانستان کې د ترهګرو پر پټنځایونه وو.
شفقت علي خان همدا راز زیاته کړه: « کله چې د کورنیو چارو وزیر کوم هېواد ته سفر کوي، نو د هغه په اجنډا کې د امنیت موضوع مهمه وي. د دې سفرونو پر مهال نه یوازې د کورنیو چارو وزیر، بلکې په سیاسي کچه هم په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه اصلي موضوع وه. دا خبرې روانې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي خبرو یوه برخه ده.»
مګر د اوازو پیل له کومه شوی؟
د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو اوازې هغه وخت پيل شوې کله چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او هلته یې له خپل افغان سیال سراج الدین حقاني سره کتنه وکړه.
د پاکستان په خبره چې یاد سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو، د ګډې همغږۍ کمېټې «جی سي سی» د بیا فعالېدو او د سفارت چارواکو د رتبو لوړولو لپاره شوی وو.
د روانې میاشتې په پیل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د « ایډیشنل سیکرترۍ» په کچه خبرې هم پیل شوي دي. همدا راز تېره اونۍ پاکستان، ازبکستان او طالب چارواکو په کابل کې د «ازبکستان -افغانستان- پاکستان» د رېل پټلۍ د ګډې همکارۍ سند لاسلیک کړ.
د ترهګرۍ پر وړاندې د طالبانو دریځ
شفقت علي خان د ترهګرۍ په اړه د خبریالانو د پښتنو په ځواب کې وویل چې افغان طالبان د پاکستان د هغو اندېښنو په هکله مثبت غبرګون ښيي چې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» د پټنځایونو په اړه یې لري.
نوموړي وویل:
«ترهګرو ته د پټنځایونو موجودیت یوه لویه ستونزه ده. د دې موضوع په تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ فعالې خبرې روانې دي او افغان لوری زموږ اندېښنې جدي نیسي.»
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د « ټي ټي پی» وسلوالې ډلې د پټنځاینونو موضوع په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ پر یوې ترېنګلې موضوع بدله شوې ده.
پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې د ټي ټي پي په زرګونو وسلوالو ته یې ځای ورکړی دی خو طالبانو تل دغه موضوع رد کړې ده.
په تېرو څو کلونو کې د دغه دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې دي او پاکستان په وار وار خبرداری ورکړی دی چې د کرښې له هغې خوا د ترهګرو بریدونه د اړیکو د خرابېدو لامل کېدای شي. خو له اپرېل میاشتې راهیسې چې اسحاق ډار کابل ته سفر کړی دی، د دغه دواړو هېوادونو اړیکې نورمالې څرګندېږي.
د پاکستان او افغانستان سوداګري
شفقت علي خان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په تړاو وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې ډېر اهمیت لري، خو د ترانسپورت او ګمرکاتو تخنیکي ستونزو پر تجارت منفي اغېز کړی دی.
نوموړي وویل:
« بیلابېل عوامل لکه ترانسپورت، ګمرکي مقررات او پروسې، پر سوداګرۍ اغېز لري. دا هر څه اوس تنظیمېږي او پرمختګ روان دی.»
ورته مهال، پاکستان او افغانستان هوکړه کړې ده چې د «ابتدایي حاصلاتو پروګرام» لاندې پر ۸ کرنیزو توکو تر ۳۵٪ پورې تعرفې کمې کړي، او د پراخ «اختیاري سوداګریزو تړونونو» د پیل لپاره هم موافقه شوې ده.