د پاکستان پوځ: شل بیلتون غوښتونکي اورپکې مو وژلي
۱۴۰۰ بهمن ۱۷, یکشنبهد پاکستان پوځ دغه عملیات تیره اوونۍ د بلوچ بيلتون غوښتونکو وسلوالو له خوا پر دوو پوځي کمپونو تر شوو بریدونو وروسته په لاره اچولي دي. د پوځ په وینا په یادو بریدونو کې د دوی ۹ پوځيان ووژل او ۶ نور ټپيان شول.
دغه بریدونه د چهارشنبې په ورځ ناوخته د بلوچستان ایالت په ناوشکي او پنجګور علاقو کې شوي وو چې دواړه بیریدونه په نهایت کې دفع شول. د «بلوچیستان نشنلیست آرمي» په نوم بلوچ بيلتون غوښتونکې ډلې پر ټويټر د دغو بريدونو مسئولیت منلی دی.
اسوشتید پریس په حواله د پاکستان پوځ په یوه اعلاميه کې ویلي دي چې د ناوشکي په برید کې ۹ حمله کونکي ووژل شول او په عین حال کې د پوځ د یوه افسر په ګډون د دوی ۴ ځواکونه هم وژل شوي دي.
اعلاميه کې ويل شوي دي چې په پنجګور کې بیا حمله کونکي وتښتيدل چې د لټون په موخه يې عملیات پيل شول. زیاته شوې چې د شنبې ورځې په عملیاتو کې ۴ تښتيدلي اورپکي، چې په یوه ځای کې پټ ول او تسليم نشول ووژل شول. همدا ډول ويل شوي دي چې د تیرې اوونۍ له بریدونو سره په تړاو، درې تنه د جمعې په ورځ په کيچ سیمه کې هم ووژل شوي دي.
د پاکستان پوځ منلې ده چې د دغو عملیاتو په جریان کې د دوی ۵ سرتيري هم وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د ېوې بلوچ بیلتون غوښتونکې ډلې «بلوچ لیبریشن ارمي» یوه ویاند ويلي دي چې په ناوشکي او پنجګور علاقو کې یې دغه بریدونه د «بلوچستان نشلیست آرمي» تر چتر لاندې ترسره کړل چې تر څه باندې ۷۰ ساعتونو وروسته پای ته ورسیدل.
اسوشتيد پریس په حواله، جیند بلوچ چې ځان د بلوچ بیلتون غوښتونکو ویاند معرفي کوي د وټس اپ له طریقه خبریالانو ته ويلي دي چې د «ګونجل عملیات» د ټولو شپاړسو ځان وژونکو بریدګرو په وژنه خپلې نتيجې ته ورسید. هغه دغه بریدګر د بلوچ نشنلیست آرمي د مجید بریګيد یا قطعې پورې اړوند ښودلي دي.
آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.