پاکستان: ترافیکي پيښه کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي
۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبهد پاکستان د سند ایالت روهړی سیمې ته نږدې له مسافرو ډک ریل له یوه بس سره جنګیدلی دی. پیښه د ریل پر پټلۍ یا خط پر داسې تیریدونکې سړک (د دواړو د تقاطع نقطه) رامنځته شوی ده چې دروازه یې یا موانع یې نه درلودل.
ریل له کراچۍ ښار څخه د راولپنډۍ ښار پر لور روان وو. ټکر دومره شدید وو چې مسافر لیږدونکی بس یې په دریو برخو ویشلی دی. د سند ایالت د سکهر ښار د یوه روغتون ډاکتر بشیر احمد د آلمان خبري آژانس dpa ته ویلي دي چې ۲۶ تنه ټپیان له دوی سره په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړي دا هم ویلي دي چې په ظاهره کې پیښه د چلونکي د غفلت او بی پروایې له امله رامنځته شوې ده چې غوښتل یې د ریل له را رسیدو مخکې د ریل له لیکې یا پټلۍ څخه تیر شي.
په پاکستان کې د ریلونو د ترافیک ناقص او نیمګړی نظام ، وخت ناوخته د داسې پيښو د رامنځته کیدو سبب کیږي. یوازې په ۲۰۱۹م کال کې په پاکستان کې د ریلونو په مختلفو پيښو کې تر ۱۰۰ ډیر انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي چې د پاکستان د ریل نظام د حفاظتي تدابیرو له نشتوالي سره مخامخ دی. څو میاشتې مخکې د یوه اورګاډي د منقل د ګاز ډبې د چاودنې له امله په ریل کې اورلګیدنه رامنځته شوې وه چې له امله یې تر ۵۰ ډير انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
دویچه ویله: ش.ن/ م. ق.ن