يوه ډله نور افغانان هم له پاکستانه آلمان ته انتقال سوي
۱۴۰۴ فروردین ۲۸, پنجشنبهتیره شپه د آلمان د لایپڅيګ ښار په هوايي ډگر کي په هغو ۱۳۸ افغانانو ډکه الوتکه راکښته سوه چي د جرمني له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړي وې. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله د دغو کسانو په ډله کي ۴۵ کوچنیان او تنکي ځوانان شامل دي. د نوموړي وزارت په وینا ۷۶ تنې ښځې او ۶۲ نارینه دي.
اړوند:په افغانانو ډکي يوې بلي الوتکي له پاکستانه جرمني ته پرواز کړی
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله دا هغه کسان دي چي د بیلابیلو پروگرامونو له لارې یې د منلو ژمنې ترلاسه کړي دي. د جرمني له خوا دغې چارترسوې الوتکې د پاکستان له اسلام آباد څخه خپله الوتنه پیل کړې وه.
مخکې له دې هم په روان کال کي ورته الوتنې ترسره سوي چي په مجموعي ډول یې ۴۶۱ افغانان آلمان ته انتقال کړي دي. د فبرورۍ مياشتي پر ۲۵مه او د مارچ پر ۵ او ۲۷ هم په الوتکو کي افغانان جرمني ته را انتقال کړل سول.
اړوند:آلمان ته د نورو افغانانو انتقال او په اړه یې سخت غبرګون
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله، له ځانگړي گواښ سره مخامخ شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان په اوس وخت کي آلمان ته د تگ په تمه په پاکستان کي انتظار باسي.
د جرمني د ادارو د پخوانیو سیمه ایزو کارکوونکو او د هغوی دکورنیو ترڅنگ به هغه افغانان هم ومنل سي چې د طالبانو له خوا له ځورونې څخه بیره لري، ځکه چې دوی په تیرو وختونو کې د وکیلانو یا ژورنالیستانو په توګه د بشري حقونو له پاره کمپاین کړی دی.