يورووینګ هوايي شرکت د ټکټانو بيي د لوړیدو اټکل کوي
۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعهاعلان
د يورووینګ رئیس، ېنس بیشوف په یوه ویدیويي کنفرانس کي ويلي دي چي هغه د بیو لوړیدل په متوسط ډول د ۱۰ څخه تر ۲۰ فیصدو پوري د واقعيت سره سم بولي.
په خبره یې دا کار ځکه ضروري دی چي بیي د اوسنیو لوړو مصافو سره معادلي سي. خو په یوه لین کي د عرضې او تقاضا مطابق کیدلای سي، قیمتونه بل ډول تعيین سي. هغه همدارنګه وویل چي په اوس وخت کي د تیرکال په مقایسه د ټکتانو په خرڅلاو او ریزف کي ۸۰ فیصده ډیروالی راغلی دی.