ولي د پاکستان ځيني جنرالان پر لوړو ملکي څوکیو ګمارل شوي؟
۱۳۹۹ خرداد ۹, جمعهپه دې وروستیو کې کراچۍ ته نیږدې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا پي آی اې د یوې الوتکې را غورځیدو په دې هیواد کې پر ملکي بستونو باندې د پوځي جنرالانو د کار په هکله تاوده بحثونه راپورته کړي دي. د رواني می میاشتې پر ۲۲مه نیټه، د کراچۍ ښار ته نیږدې د پي آی اې یوه الوتکه را ولویده چې له کبله يې د الوتکې د کارمندانو په شمول ۹۷ تنه ووژل شول او دوه تنه بیا له دې پیښې ژوندي وتلي دي.
ابتدايي پلټنو ښولې ده چې د الوتکې د کیناستو په لومړۍ هڅه کې د الوتکې دواړو ماشینونو زیان ولید خو ځینې نور رپوټونه بیا وايي چې الوتکه مخکې له دې چې له لاهور څخه پرواز وکړي، له تخنیکي پلوه له ستونزو سره مخامخ وه. تر دغې پیښې وروسته، اوس په پاکستان کې د پي آی اې یا د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت د ادارې او مشرتابه په هکله تاوده بحثونه ادامه لري.
د پاکستان د هوايي ځواکونو مارشال ارشد ملک د ۲۰۱۸م کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت مشري پر غاړه لري. د لومړي وزیر په توګه د عمران خان تر ټاکل کیدو شاوخوا ۲ میاشتې وروسته دغه پاکستانی جنرال د دغه دولتي شرکت مشري پر غاړه واخیسته.
په پاکستان کې یوه فعاله او کالم لیکونکې نورین حیدر تر دغې پیښې وروسته پر خپله ټویټر پاڼه د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت پر مشرتابه انتقاد کړی دی او له دندې یې د دغه پوځي مشر د لیرې کیدو غوښتنه کړې ده. میرمن حیدر لیکلي: «موږ غوښتنه کوو چې د پي ای اې د الوتکې تر را لویدو وروسته د هوايي ځواکونو مارشال ارشد ملک استعفا وکړي...ویل کیږي چې الوتکه په خراب تخنیکي وضعیت کې وه او بیا هم د سګلونه مسافرو د انتقال له پاره د الوتنې اجازه ورکړل شوې چې ستر خطر یې منلی دی.»
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت چې یو وخت یو له قوي شرکتونو څخه شمیرل کیدو، په دې وروستیو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او مسافرین هم پروازونو د لغوه کیدو او ځنډ سربیره د الوتنې پرمهال د خرابو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې شکایتونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان ګڼ شمیر خلک په دې باور دي چې د ملکي چارواکو په نسبت پوځي چارواکي په فساد ککړ نه دي، نو دوی کولی شي چې یو شمیر ادارې په ښه توګه مدیریت کړي. په عین وخت کې یو شمیر پاکستانیان بیا وايي چې د دې هیواد پوځیان په بې ساري ډول د هیواد ټول مهم ملکي بستونه ډکوي او دا چې دوی عملاً حکومت پرمخ وړي.
په ورته وخت کې د هالند په امستردام کې میشت د جنوبي آسیا د مطالعاتو په هکله اروپايي بنسټ په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې په تیرو دوو کلونو کې د پاکستان په حکومت کې د پوځ واک څو چنده ډیر شوی دی.