«د امريکا د ملي امنيت مشاور پر ايران احتمالي بريد ارزولې وو»
۱۳۹۷ دی ۲۴, دوشنبهد «وال ستريت ژورنال» ورځپاڼې د يوه رپوټ په حواله د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنيت مشاور جان بولتن، د دفاع وزارت څخه پر ايران د يوه احتمالي برید د پلان په اړه معلومات غوښتي وو.
ورځپاڼې د برحاله او پخوانيو حکومتي چارواکو په حواله ليکلي چې په تېر کال کې د عراق د پلازمينې بغداد پر ديپلوماتیکي ساحه د ايران پلوه ډلو تر راکټي بريدونو وروسته، له پنتاگون څخه پر ايران د احتمال بريد د پلان په اړه معلومات غوښتل شوي وو.
د ورځپانې له خوا په ورکړل شويو معلوماتو کې دا نه ده روښانه شوې چې چې آیا دغه معلومات له سپنې ماڼۍ سره شريک شوي ول او که نه، یا دا چې ولسمشر دونالد ترمپ پر دې خبر وو او که نه. رپوټ په دې اړه هم څه نه دي ویلي چې پر ایران د یوه احتمالي برید موضوع څومره جدي وه.
د ملي امنيت شورا يوه وياند وويل چې دغه شورا ولسمشر ته د بیلابیلو ګواښونو پر وړاندې د احتمالي غبرګون ښوولو لارې چارې وړاندې کوي.
ورځپاڼې ليکلي چې پر ايران د بريد په اړه د معلوماتو غوښتنې د امريکا متحده ايالاتو په دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو کې انديښنې راپارولي دي. خو یوازې د دې موضوع روښانه کیدل چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت مشاور پر ایران باندې د یوه احتمالي برید په اړه معلومات غوښتي دي، ښايي د تهران او واشنګټن ترینګلي اړیکې لا پسې ستونزمنې کړي.
له پولنډ سره د امريکا په ابتکار د کنفرانس پر سر شخړه
دمگړۍ په منځني ختيځ کې د تهران د نفوذ په هلکه يوه پلان شوي کنفرانس د پولنډ او ايران اړيکي خرابې کړي دي. د ارنا دولتي خبري آژانس په حواله د ايران د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي: «دا کنفرانس د ايران پر ضد د امريکا متحده ايالاتو له دښمنې ډک نوښت دی. د تهران حکومت له پولنډ څخه انتظار لري چې د دې کنفرانس کوربتوب و نه کړي.»
په بیانیه کې راغلي دي چې که پولند د دې کنفرانس کوربتوب وکړي، نو که څه هم دواړه هیوادونه ښې او تاريخي اړيکي لري، نو بیا به هم تهران د پولند پر ضد د دیپلوماتیکو ګامونو پورته کولو ته اړ شي. د معلوماتو په حواله د ایران د بهرنيو چارو وزارت د لومړي گام په توگه په تهران کې د پولند سفير احضار کړی دی.
په حساس وخت کې غونډه
ياد کنفرانس به په وارسا کې د فيبرورۍ مياشتې په نيمايي کې ترسره شي. د امریکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په حواله « له ټولې نړۍ يو شمير هېوادونه» به په دې غونډه کې گډون وکړي. د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف پر غونډه سختې نيوکې وکړې.
پولنډي څارونکي په دې آند دي چې هېواد یې د دې کنفرانس د ترسره کولو له پاره ډېر مناسب ځای دی ځکه ولسمشر ترمپ دلته د هيڅ ډول مظاهرو انتظار نه لري. د پولنډ ملي محافظه پال حکومت او ډير شمیر پولنډيان امريکا ته د يوه نژدی متحد او په سيمه کې د امنيت د ضامن په سترگه گوري.
يو بل حساس ټکي د غونډې له پاره ټاکل شوې ورځې دي. دا کنفرانس به د فيبروري پر ۱۳ او ۱۴ نيټه ترسره شي. دا تقریباً هماغه ورځې دي چې ایران به د ۱۹۷۹م کال د اسلامي انقلاب ۴۰مه کليزه لمانځي.
ايران «د امريکا بندیزونه ناکام» بللي
د ایران د ملي امنيت د شورا مشر علي شامخاني، وويل چې دا کنفرانس د دې نخښه ده چې د ايران پر وړاندې د امريکا کلک دريځ ناکامه شوی دی. دولتي خبري آژانس ارنا د نوموړي له قوله ليکلي: «دا سياست پر ايران د امريکا د بندیزونو په څېر ناکام دی که داسې نه وای نو امريکا به نورو نړيوالو کنفرانسونو ته اړتیا نه لرلی.»
ولسمشر ترمپ د ۲۰۱۸ په مي میاشت کې له ايران سره نړيوال اتومي تړون لغوه کړ. له هغه وخت راهيسې امريکا پر ايران يو وار بيا اقتصادي او تجارتي بنديزونه ولگول. امريکا ايران پر ترهگريزو بريدونو او د سيمې په بې ثباته کولو تورنوي او د ایران له خوا د سوریې د ولسمشر بشار الاسد، او همدا راز د يمن د حوثي ياغيانو څخه ملاتړ ته اشاره کوي.