«د پاکستان او هند تر منځ هره شپه د ډزو تبادله کيږي»
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۴, یکشنبهد کشمیر جنجالي سیمه د هند او پاکستان ترمنځ د «لاین آف کنټرول» په نوم کرښې سره بېله کړې ده. د ډزو تبادله د همدې کرښې په اوږدو کې کیږي چې مخکې هم په کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ جګړې شوي دي. د فرانسې خبري آژانس لیکي چې د دواړ خواو د ډزو انګازې د غرونو له څوکې ښکته په کلیو او درو کې خپرېږي. دغه آژانس لاین آف کنټرول ته نژدې پرتو کلیو ته ورغلی د هغو له اوسیدونکو سره خبرې کړي او آن د حکومتي سنګرونو له وضعیت څخه ېې کتنه کړې ده.
ځایي اوسیدونکی ۵۰ کلن بشير ډار چې یو کروندګر دی مېرمن ېې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په وروستۍ جګړه کې وژلې شوې ده. ډار ته د اوسنۍ ډزو غږونه د پخوانی جنګ وېره او وحشت وریادوي.
ورته نور ولولې: د کشمېر حملې په سر د نوي ډيلي او اسلام آباد جنجال؛ پاکستان د بالستیک توغندي آزموینه کړې
د بشير ډار کور د لاین آف کنټرول کرښې هندي لور ته د بالکوټ په نوم یوه غرني کلي کې دی. هغه په ۲۰۲۰ کال کې د خپلې مېرمنې د وژل کېدو کېسه کوي: «د هاوان ګولۍ زما د مېرمنې تر څنګ ولګېده... هغه ځای په ځای مړه شوه.»
آرشیف (25.12.2023):
د ډار کور د پاکستان تر کنټرول لاندې قلمرو څخه په څه کم یو مایل فاصله کې پروت دی. هغه وايي اوسنی ډز او ډوز ورته د وژل شوې مېرمنې یاد ورتازه کوي: «په دې ورځو کې مې ټول وخت هماغه شيبه په سر کې ګرځي راګرځي.»
بشير ډار وايي: «زه هره شپه له خپلو څلورو ماشومانو سره په یوه کوټه کې کښینم... له سرحده راتلونکې د ډزو غږونه اورو.»
ورته نور ولولې: هندوستان په کشمیر کې سیلانیانو باندې حملې سره په تړاو له پاکستانه د مالونو واردات بند کړل
پاکستان او هندوستان دواړه د اټومي ځواک لرونکي ګاونډیان او رقیبان دي. د دوی تر منځ مناسبات په کشمیر کې په سیلانیانو د اپریل د ۲۲مې حملې وروسته لاپسې ترینګلی شوي دي. په دغه حمله کې چې د کشمیر په پهلګام علاقه کې وشوه ۲۶ سیلانیان په کې ووژل شول چې اکثریت ېې هندوان ول. هند ادعا کوي چې د دغې حملې تر شا د پاکستان لاس دی، خو اسلام آباد ېې ردوي.
د هندوستان پوځ نن یکشنبه د می ۴مه وویل چې هندي او پاکستاني سرتېرو تېره شپه د لاین او کنټرول په مختلفو برخو کې پر یو بل ډزې کړي دي. هغه وویل چې دا ډول ډزې د اپریل له ۲۴مې راهیسې هره شپه کیږي.
د هندوستان پوځ ادعا کوي چې د پاکستان له لورې «له کوم دلیل پرته د وړو وسلو ډزې» کیږي چې مقابل کې ېې د هندي سرتېرو له خوا «چټک او مناسب ځواب ورکول کیږي.»
ورته نور ولولې: وینس: پاکستان دې د کشمیر حملې په تړاو له هند سره همکاري وکړي
د فرانسې خبري آژانس وايي چې په دې تړاو يې په سملاسي توګه د اسلام آباد نظر ندی ترلاسه کړی. خو د پاکستان پوځ چې تېره ورځ ېې د یو بالستیک توغندي له آزموېنې خبر ورکړ، هندوستان د «اوربند پر نقضولو» تورنوي.
ځايي اوسېدونکي وايي د وروستیو نارامیو له کبله د سیمې یو شمېر کورنۍ اړ شوي چې امنو سیمو ته کډه شي.
د محمد ابراهیم په نوم لاری چلونکی چې لا هم له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره پاته دی، وويل: «په تېرو څو ورځو کې زما شپږ ګاونډیان د خپل محافظت په خاطر کډه شول. هغوی موږ ته وویل چې زموږ پر کورنو او څاریو پام کوئ.»
په رپوټ کې دا هم راغلي چې ځايي عسکرو خپل پخواني سنګرونه پاک کاري او چمتو کړي دي. د دوو کلیو، چروندا او تیلاواري د کلیو اوسیدونکو وويل چې حکومتي چارواکي ېې کلیو ته ورغلل تر څو د حکومت له خوا د جوړو شوو سنګرونو وضعیت وګوري.
ورته نور ولولې: د هند او پاکستان پوځي پياوړتيا ته يوه کتنه
په چورندا کلي کې ۱۲۰ کورنۍ اوسیږي. دا د کرښې هند لور ته پروت کلی دی. یوه سړي وویل چې په دغه کلي کې جوړ سنګرونه د کار نه دي: «په دغو سنګرونو کې مناسب امکانات نشته، که باران وشي، اوبه د سنګر منځ ته ورځي. دا سنګرونه سم نه دی جوړ شوي.» هغه زیاته کړه: «که چېرته جنګ وشي، دا سنګرونه به د استفادې وړ نه وي.»
آرشیف (12.06.2024):
ياد آژانس وايي چې په چروندا کلي ېې ځینې داسې سنګرونه هم ولیدل چې سورور کانکریټي دیوالونه ېې لرل، خو منځونه ېې له باراني خټو ډک ول.
سرچينه زیاتوي چې ځايي اوسیدونکي په وېره او اندېښنه کې خپلې شپې او ورځې تېروي او په خپلو موبایلونو کې په دوامداره توګه خبرونه او حالات تعقیبوي.
د تیلاواري د کلي یوې ځوانې اوسیدونکې وویل: «موږ په دوامداره توګه په وېره کې ژوند تېروو چې د جګړې قربانيان به شو.» هغې چې د خپل نوم له ښودلو ډډه وکړه زیاته کړه: «موږ سوله غواړو. موږ غواړو چې ماشومانو مو ښوونځي ته ولاړ شي او له وېره پرته ژوند وکړو»
ورته نور ولولې: پاکستان وايي کيدای شي هند پرې په راتلونکي کې بريد وکړي
د هندوستان ضد وسله والې ډلې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې له ۱۹۸۹ کال راهیسې شورشي فعالیتونه کوي. په دغو تاوتریخوالو کې تر اوسه په لسونو زره کسان وژل شوي دي.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (08.05.2017):