په افغانستان کي د اقليمي بحران د لا سختېدو خبرداری
۱۴۰۴ شهریور ۶, پنجشنبهمرستندوی سازمان هلپ چي مرکز يې د آلمان په بن ښار کي دی، د پنجشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې په افغانستان کي د ملیونونو خلکو له پاره په اقلیم پوري اړوند پیښو لکه سیلابونو او وچکالۍ د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.
اړونده موضوع: ملګري ملتونه له افغانستان سره د اقلیمي مرستو د بيرته پيلولو په لټه کې دي
دې سازمان ویلي دي چي افغانستان په تيرو څو لسیزو کې "تر ټولو بدې وچکالۍ" سره مخ دی، او د اقلیم د بحران سختو پایلو ۱۹ ولایتونه د بشري سقوط په درشل کې اچولي دي.
افغانستان د اقلیم بدلون پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هیوادونو څخه دی او په وروستیو کلونو کي د دوامداره وچکالۍ او سیلابونو شاهد دی. دغو طبیعي پیښو کرنه او مالداري چي د افغانستان د ډېرو وگړو د عايد اصلي سرچينه ده، سخت اغیزمن کړي دي.
په افغانستان کي د هلپ موسسې د دفتر رئيس شفیع شیرزاد، ويلي دي: «په وروستيو ۱۲ مياشتو کي ۹ ميليونه کسان په اقلیم پورې اړوند ناورینونو لکه وچکالۍ او سیلابونو څخه اغیزمن شوي دي او د دې ناورینونو په پایله کي، په هیواد کي دننه تر نیم ميلیون ډیر خلک بې ځایه سوي دي."
وچکالي د حاصلاتو د کمښت سبب سوې
دغه سازمان ويلي دي چي په ځانگړي ډول د افغانستان په لوېديځ کي وضعيت خراب دی او د اوسېدونکو نيمايي برخه يې بشري مرستو ته اړتيا لري. هلپ له دوو لسيزو راهيسي د افغانستان په لوېديځو ولايتونو کي خلکو ته مرستي رسوي، ددغه سازمان په اعلاميه کي راغلي دي: «په ۲۰۲۵م کال کي وچکالي د حاصلاتو د کمښت سبب سوې ده. يوازي د غنمو حاصلات تر ۶۰ سلني پوري لږ سوي دي.»
اړونده موضوع: په افغانستان کې وچکالي؛ خلک په خپل مټ د اوبو بند جوړوي
دغه سازمان چي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په مرسته د افغانستان په لوېديځ کي خلکو ته مرستي رسوي، ويلي دي، چي سرچينې ډېري کمي دي.
شېرزاد زیاته کړه: «اوس ، موږ په داسي موقف کي نه یو چي د بشري مرستو د کمښت له امله تر ټولو بیړنۍ اړتیاوي پوره کړو." دې سازمان د هغو افغانانو د حل له پاره د نړیوالو مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې چي د اقلیم د بدلون له امله اغیزمن سوي دي.