هسپانیا: آلمانۍ جوړه د کوچنیانو د بندي کولوله امله ونیول سوه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبهد هسپانيا پولیسو د چهارشنبه په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اپریل ۳۰) درې کوچنیان چي د یوې آلمانۍ جوړې له خوا د کرونا له اوبا راهیسي په یوه کور کي بندي ساتل سوي ول، وژغورل.
پولیسو، دغه کور چي د هسپانیا په شمال کي د اوویدو په ښار کي موقعیت لري، «د وحشت کور» بللی دی.
د «La Nueva España» په نوم هسپانوۍ ورځپاڼي په حواله، د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چي دغه کوچنیان چي دوه یې اته کلن غبرګوني هلکان دي او بل یې لس کلن هلک دی، د ۲۰۲۱م کال له ډسمبر راهیسي له کوره نه دي وتلي. هغه ویلي دي چي:« والدین یې ونیول سول ... او کوچنیان د ساتلو یوه مرکز ته انتقال سول.»
دغې ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چي د پولیسو مشر فرانسیسکو خاویر لوزانو، هغه کور چي کوچنیان پکښي بندیان وه « وحشتناکه کور« بللی دی.
کوچنیان په څه ډول وضعیت کي پیدا سول؟
هسپانوي رسنیو د پولیسو له خولې رپوټ ورکړی دی چي «کور په بشپړ ډول له کثافاتو ډک» وو. کوچنیانو سرای ته د وتلو اجازه نه درلوده او د کور په دننه کي په قفس ډوله چپرکټونو کي بیدیدل. له بهر سره د هغوی اړیکي قطع وې.
له ګاونډیانو څخه یو متوجه سوی وو چي د دغه کور کوچنیان هیڅکله مکتب ته نه ځي او پولیسو ته یې خبر ورکړ، خو کوم اقدام ونه سو. دغې سیمه ایزې ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی چي والدینو خپل کوچنیان دې ته مجبورول چی پمپرز او ماسک واغوندي، سربیره پردې په دغه کور کي په ډېره پیمانه دارو درمل هم پیدا سول.
یوه هسپانوي چارواکي د «La Nueva España» ورځپاڼي ته ویلي دي « کله چي هغوی کوچنیان دباندي راوایستل، نو درو سرو ژوره ساه واخیستله، داسی لکه هیڅکله چي يې تازه هوا نه وه تنفس کړې.»
د والدینو په هکله يې په څه پوهیږو؟
سیمه ایزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چي د دوشنبې په ورځ په ټوله هسپانيا کي د بشپړې برېښنا د قطع کیدو په ترڅ کي، د هسپانيا پولیس دغه کور ته ورننوتل او والدینو له پولیسو وغوښتل چي ماسک واغوندي.
پولیسو د هغو ناوړه شرایطو پر بنسټ چې ماشومان پکښې ژوند کوي "د جرم کافي شواهد" پیدا کړل.
دغه آلمانۍ جوړه چي نارینه یې ۵۳ کلن او ښځه یې ۴۸ کلنه ده، د آلمان -امریکا دوه گونی تابعیت لري. هغوی د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر مياشتي څخه د دغه ښار شمال ته نیژدې یو کور کرایه کړی وو. د سیمه ایزو رسنیو په حواله، هسپانوي چارواکو د دغې کورنۍ د شالید په اړه او دا چي ولې یې د دغه کار تصمیم نیولی، نور جزیات نه دي وړاندي کړي.