په کابل کې نوروز؛د طالبانو د کنترول ډېروالی او د لارو بندېدل
۱۴۰۴ فروردین ۱, جمعهد نوروز جشن واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې د مزار شریف، کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې لمانځل کیده. خو د طالبانو ادارې د نوروز رخصتي د افغانستان له جنترۍ څخه لیري کړې او په مزار شریف او کابل کې یې ددغه جشن پر لمانځلو بندیز لګولی دی.
د کابل دوو اوسیدونکو ډویچه ویلې ته وویل چې دغه ښار پوځي څیره خپله کړې او د طالبانو ځانګړې قطعه د ښار په سړکونو کې ځای پرځای سوې ده.
عبدالله (مستعار نوم) وویل:« غوښتل مو چې له کورنۍ سره قرغې ته ولاړ سم خو کله چې له کوره ووتلو، تلاشۍ دومره ډیرې وې چې مجبور سوو بیرته کور ته ستانه سوو.»
هغه وویل د طالبانو د امر بالمعرف مامورین تپو او تفریح ځایونو ته پر تلونکو لارو باندي ځای پرځای سوي او د هر هغه چا مخه نيسي چې غواړي د نوروز د لمانځلو له پاره تفریح ځایونو ته ولاړ سي او د «نوروز د لمانځلو د حرام والي» په هکله هغوی ته معلومات ورکوي.
اړوند:په ټوله نړۍ کې په میليونو کسانو د نوروز جشن ولمانځه
د کابل دغه اوسیدونکی وایی:« طالبان ډیری وخت له هغو ځوانانو څخه چې پر موټرسایکلونو سپاره وي، پوښتنې ګرویږنې کوي او که پوه سي چې د تفریح له پاره ځي، بیا یې نو مخه نیسي.»
طالبانو په تیرو کلونو کې ویلي وه چې نوروز «غیراسلامی» دی، خو د خلکو له خوا یې د لمانځلو مخه نه نیسي.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نوروز اصلي مراسم، لکه د جنډې پورته کول نه ترسره کیږي، خو خلک د خپلو کورنیو په منځ کې دغو مراسمو ته درناوی لري.
سیمه ايزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې سږکال طالبانو پرې نه ښودل چې د جنډې د پورته کولو مراسم ترسره سي.
طالبانو کارته سخې ته لار تړلې ده
د کابل په لویدیځ کې د سخي زیارت د نوروز د لمانځلو له پاره د خلکو د راټولیدو اصلي ځای دی او د «جهنده بالا» مراسم چې د نوروز له عنعنو څخه یوه ده ، په دغه ځای کی ترسره کیږي.
په وروستیو کلونو کې د طالبانو له خوا د نوروز پر «غیر اسلامی» گڼل کیدو سربیره، خلکو دغه جشن لمانځه. خو د کابل یو بل اوسیدونکی وايي چې طالبانو د پوهنتون سړک چې کارته سخي ته اصلي لار ده، تړلی او خلکو ته یې اجازه ورنکړه چې ددغه زیارت محوطې ته ننوزي. هغه وویل:« ګام پر ګام چک پاینټونه دی، موږ ته یې اجازه رانکړه چې کارته سخي ته ولاړ سو.»
د نوروز په هکله اعلامیو کې سیاسي پیغامونه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې افغانانو ته د نوروز مبارکي ورکړه او هیله مندي یې څرګنده کړه چې سږکال دي د نجونو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو دراوزې پرانیستل سي.
اړوند:د نوي تعليمي کال پېل: نجونې بيا هم له زده کړو بې برخې دي
د طالبانو ضد یو شمیر څیرو چې په بهر کې ژوند کوي، خلکو ته د نوروز مبارکي ورکړه.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس، رحمت الله نبیل د جمعې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ولیکل:« نوروز یوازی یو جشن نه دی، بلکې د تجديد او پاڅون له پاره یو تاریخي فرصت دی. افغانستان په یوه برخلیک ټاکونکي پړاو کې دی؛ یا به تیارو او انزوا ته تسلیمیږي، یا به د آزادۍ، عدالت او یووالي پر لور خپله لار پرانیزي.»