ملګري ملتونه نن د فلسطين پر موضوع غونډه پيلوي
۱۴۰۴ مرداد ۶, دوشنبهد ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په تیر سپټمبر کې د دې کنفرانس د دایرولو پریکړه کړې وه. د فرانسې او سعودي عربستان په کوربتوب ترسره کیدونکی کنفرانس په جون میاشت کې پر ایران د اسرائیل د برید په دلیل ځنډول شوی و.
د لسګونو هیوادونو وزیران به په دې کنفرانس کې ګډون کوي چې هدف یې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د دوو دولتونو په حل لاره کې پرمختګ کول دي، خو امریکا او اسرائیل دغه کنفرانس تحریم کړی دی.
دغه کنفرانس په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې په غزې تړانګه کې بشري وضعیت تر ټولو بد حالت ته رسیدلی دی او د اسرائیل د بریدونو په پایله کې په زرګونو فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اساسي زیربناوې یې په بشپړ ډول لمنځه تللی دی.
له دې کنفرانس څخه څو ورځې مخکې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان کړی و چې پاریس به په سپټمبر میاشت کې په رسمي ډول د فلسطين په رسمیت پيژندل اعلان کړي. له دې وروسته به د اسرائیل او فلسطين ترمنځ د مذاکراتو نوی حرکت پياوړی شي.
د دې کنفرانس موخه د یوه فلسطیني دولت د رامنځته کولو د طرحې جوړول او په ورته وخت کې د اسرائیل د امنیت تضمینولو ډاډ ترلاسه کول دي.
سعودي عربستان څه ویلي؟
له کنفرانس څخه مخکې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ویلي «هیواد یې د هر هغې هڅې په بشپړ ډول ملاتړ کوي چې په سیمه او نړۍ کې د منصفانه امنیت د ټینګښت له پاره روانه وي.»
نوموړي زیاته کړه چې د همدې نظر پر بنسټ سعودي عربستان له فرانسې سره په ګډه د دې نړیوال کنفرانس مشري په غاړه اخیستې ده، څو د فلسطین شخړه په سوله ایز ډول حل کړای شي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دې کنفرانس هدف د ۱۹۶۷م کال د سرحدونو له مخې د مشرقي یروشلم (القدس) پلازمېنې جوړولو او د آزاد فلسطیني دولت په رامنځته کولو سره د منصفانه او جامع امنیت ټینګول دي.
فرانسې څه ویلي؟
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو د یکشنبې په ورځ یوې فرانسوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې نوموړی به دغه کنفرانس د دې هدف له پاره هم استعمال کړي، څو نور هیوادونه د فلسطيني دولت په رسمیت پيژندلو ته قانع کړي.
بارو وویل: «مونږ به په نیویارک کې یو اپیل پيل کړو، څو نور هیوادونه له مونږ سره یوځای شي او د یوې داسې قوې ارادې پر بنسټ اغیزمن ديپلوماتیک حرکتونه پیل کړو، چې د سپټمبر په ۲۱ خپل عروج ته ورسیږي.»
د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان کړی و چې په سپټمبر میاشت کې به د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې په رسمي ډول د فلسطيني دولت د په رسمیت پيژندلو اعلان وکړي.
باور زیاته کړه چې هیله لري تر هغې وخته پورې به عربي هیوادونه هم د حماس وسله والې فلسطيني ډلې غندنه وکړي او د دې ډلې د بې وسلې کولو غوښتنه به وکړي.
امریکا او اسرائیل په کنفرانس کې ګډون نه کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې امریکا د ملګرو ملتونو په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي. د هغه په وینا دغه کنفرانس: «د حماس له پاره یوه تحفه ده، چې تر اوسه پورې یې د جګړې درولو وړاندیز رد کړی دی، کوم چې اسرائیل منلی دی او د یرغمل شوو د خوشې کیدو او په غزې کې د امنیت د ټینګښت سبب کیدلی شي.»
ویاند زیاته کړې چې واشنګټن تیر کال په عمومي اسامبلې کې د دې کنفرانس د پریکړه لیک پر ضد رایه ورکړې وه او: «د داسې هیڅ کوم اقدام ملاتړ به نه کوي چې د دې شخړې د اوږدمهاله او سوله ایزې حل لارې امکان په خطر اچوي.»
اسرائيل چې په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي، په ملګرو ملتونو کې یې استازي جوناتهن هارونوف وویل: «دا کنفرانس تر ټولو دمخه په عاجل ډول د حماس غندنه او پاتې ټولو یرغمل شوو د بیرته ستنیدنې په څیر مهم مسایل نه حلوي، له همدې امله اسرائیل په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي.»