نظرپوښتنه: د جرمني پر زیربنا باندي د حملې اندېښنه
۱۴۰۱ آبان ۷, شنبهاعلان
د فونکه په نامه الماني رسنیز ګروپ په فرمایش د نظر معلومولو تحقیقاتي انستیتوت، سیوي- Civey د نظر پوښتني مطابق ۷۱ فیصده پوښتل سوي جرمنیان د برق او یا اوبو په تهیه کي د هدفمند اختلال د رامنځته کیدو څخه تشویش لري. د ۲۱ فیصدو پوښتل سوو کسانو سره دغه ډول تشویش موجود نه ؤ او اتو فیصدو بیا هیچ جواب ندی ورکړی.
دغه نظرپوښتنه د همدې اکتوبر میاشتي پر ۲۶ او ۲۷ مه باندي او د ۵۰۰۲ انتخاب سوو الماني بالغو اتباعو څخه د انترنیت له لاري تر سوې ده.