مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
می د سوریې په موضوع کې د کابينې ځانګړې غونډه رابللې
د بریتانيا لومړۍ وزيري تریزا می د کابیني بیړنۍ غونډه رابللې ده. د لومړي وزارت دفتر ویلي دي چې په دې غونډه کې به د سوريې پر دوما ښار د شکمنو کیمیاوي وسلو د استعمال په برخه کې د بریتانيا پر غبرګون بحث وشي. د «بي بي سي» شبکې د رپوټ پر بنسټ می غواړي چې پر سوریې نظامي عملیاتو کې د بریتانيا گډون تائيد کړي. د اپوزیسیون مشر جیرمي کوربین، له پارلمان سره د دې موضوع د شریکولو غوښتنه کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان: په نړۍ کي اعدامونه کم شوي
امنیسټي انټرنیشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان په نړۍ کي په جزوي توګه د اعدامونو د کمښت خبر ورکړی دی. د بشري حقونو دغه سازمان تیر کال ۹۹۳ اعدامونه ثبت کړي دي، چې دا تر دې د یوه کال مخکې په پرتله ۴ سلنه کموالی ښیې. ددغو هیوادونو ۸۴ سلنه په ایران، سعودي عربستان، عراق او پاکستان کې شوي دي. همدارنګه په عمومي شکل په اعدام د محکومیدو پیښې هم ۱۷ سلنه کمي شوي دي.
د بی سرپرسته مهاجرو د کورنۍ الحاق په برخه کې آساني
د اروپایې د محکمې د پریکړې له مخې هغه کم سنه مهاجر په داسې حال کې چې د پناه غوښتني دوسیه یې جریان ولري قانوني سن ته ورسیږي، د خپلې کورنۍ د الحاق مستحق ګرځي. په دې اساس باید هغه بی سرپرسته مهاجر چې قانوني سن ته نه وي رسیدلي، په کومه ورځ چې د پناه غوښتنه یې و منل شي، په دریو میاشتو کې باید د کورنۍ د الحاق عریضه وړاندې کړي.
په آلمان کې د بهرنیانو شمیر د ریکارډ حد ته رسیدلی
د بل هر وخت په پرتله اوس په آلمان کې ډیر بهرنیان ژوند کوي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د احسایو له مخې د ۲۰۱۷م کال په پای کې په آلمان کې ۱۰،۶ میلیونه بهرني اتباع ثبت شوي دي. دا شمیر د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۵،۸ سلنه زیاتوالی ښيې. د دې کار اساسي دلیل آلمان ته د اروپایې اتحادیې له غړو هیوادونو، تر ټولو په لومړي قدم کې له پولنډ، رومانیا او بلغاريا څخه د خلکو راتګ دی.
هنګري د اروپایې اتحادیې ارزښتونه تر پښو لاندې کوي
په هغه رپوټ کې چې د اروپایې اتحادیې پارلمان ته وړاندي شوی دی په هنګري کې د اروپایې ارزښتونو تر پښو لاندې کولو ډیر سخت تورونه لګول شوي دي. له همدې امله د دې رپوټ وړاندې کوونکې جودیت زارګینتیني، د دغې اتحادیې له غړو هیوادونو غوښتني دي چې د اروپایې اتحادیې د تړون د اوومې مادې پر بنسټ دې د بوداپست پر وړاندې دعوی وکړي، تر څو په اروپا کې د رای کارونې حق ترې واخیستل شي.