«طالبانو د ځینو بېرته ستنو شوو افغانانو سره تاوتریخوالي کړي»
۱۴۰۴ مرداد ۲, پنجشنبهد ملګرو ملتونو سازمان وايي د دوی موندنې ښيي چې افغانستان ته د بېرته ستنو شوو افغانانو په ډله کې ځينې، په ځانګړې توګه هغه افراد د طالبانو لخوا زورول کيږي چې د غچ اخیستنې او د بشري حقونو د سرغړونو له خطرونو سره مخ دي. ملګرو ملتونو دغه رپوټ د پنجشنبې په ورځ د جولای ۲۴ خپور کړی دی.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په دغو ځانګړو افرادو کې «ښځې، نجونې، د پخواني حکومت او د دوی د امنیتي ځواکونو اړوند کسان، د رسنیو کارمندان، او مدنی فعالان» شامل دي.
د بشري سرغړونې او ګواښونه
په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د واکمنو چارواکو له خوا په شوو بشري سرغړونو کې «شکنجه، ناوړه چلند، په خپل سر نیول او توقیف او همدارنګه شخصي امنیت ته ګواښونه شامل دي.»
د اعلامېې مطابق ملګرو ملتونو دغه معلومات د ۲۰۲۴م کال په اوږدو کې له ۴۹ کسانو سره د شوو مرکو پر بنسټ چمتو کړي کوم چې په زور افغانستان ته اخراج شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک وضعیت ته په کتو ويلي دي: «هېڅوک باید بېرته هغه هېواد ته ونه لېږدول شي، چېرې چې د خپل هویت او شخصي شالید له امله د ځورونې له خطر سره مخ وي.»
د تاوتریخوالو قربانیان څه وايي؟
ترک زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې دا ډول تاوتریخوالي لا زیات احتمال لري.
په اعلامیه کې د تلویزیون د یوې خبریالې یادونه شوې ده چې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له وېرې له هېواده وتلې وه خو وروسته په غیرداوطلبانه ډول بېرته هېواد ته ستنې شوي ده. دغې خبریالې ويلي دي: «زه په ډاګه ويلی شم چې زه په بشپړه توګه په کورني توقیف کې یم.»
په اعلامیه کې د افغانستان د پخواني حکومت د یو چارواکي چې په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان ته بېرته ستون شوی وو، کیسه هم راخیستل شوې چې وايي د دوو شپو په توقیف کې سخت شکنجه شوی دی. هغه ویلي دي چې «په لرګیو، کیبلونو او لښتو د وهلو ترڅنګ په اوبو ېې سا وربنده کړې او د جعلي اعدام لوبه ېې ورسره کړې.»
د طالبانو عمومي عفوه
طالبانو په سملاسي توګه د ملګرو ملتونو دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې ېې دا ډول تورنه رد کړي او وايي چې د دوی حکومت د ټولو له پاره عمومي عفوه اعلان کړې ده.
تر دې مخکې هم د طالبانو له لوري د قتلونو په ګډون د خپلسريو او غچ اخیستونکو مواردو رپوټونه ورکړل شوي دي.