م.م: د کډوالو مخ پر زیاتیدونکې شمیر، د مالي منابعو کمښت
۱۴۰۴ خرداد ۲۲, پنجشنبهد ملگرو ملتونو د شمیرو له مخې، په نړۍ کي د مهاجرو شمیر یو وار بیا لوړ سوی دی. لکه څنگه چی د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جون ۱۲) د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې (UNHCR) له خوا خپور سوي کلني رپوټ کي راغلي دي، د اپریل تر پایه د نړۍ په کچه شاوخوا ۱۲۲ میلیونه انسانان له جگړو او تعقیب څخه تښتیدلي دي. په عین حال کي د پرمختیايي مرستو په کمیدو سره د ملگرو ملتونو دغه اداره په خپل تاریخ کي له یوه بې ساري مالي بحران سره مخامخ سوې ده.
د نوموړي رپوټ په حواله په اوس وخت کي د نړۍ په کچه د شړل سوو کسانو تر ټولو ستر بحران په سوډان کي روان دی. په دغه هیواد کي د داخلي جگړو له امله شاوخوا ۱۳،۵ میلیونه انسانان په تېښته کي دي. له هغه راوروسته افغانستان د ۱۰،۳ میلیونو کسانو په لرلو سره افغانستان او د شاوخوا ۸،۸ میلیونو په لرلو سره اوکراین راځي.
په دغو کسانو کي یوازي هغه شړل سوي کسان نه شاملیږي چي د خپلو هیوادونو له سرحدونو تیر سوي دي. د هغوی شمیر د ۴۲،۷ میلیونو په لرلو سره بیا هم ثابت پاته دی.
برعکس د داخلي کډوالو شمیر یعني هغه کسان چي د هیواد په دننه کي بې ځایه سوي دي، له څه د پاسه ۶ میلیونه څخه ۷۳،۵ میلیونو ته پورته سوی دی. په سوډان کي د داخلي بې ځایه سوو کسانو شمیر د هغو کسانو په پرتله چي هیواد یې پرې ایښی دی، دوه برابره لوړ دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره خبرداری ورکوي چي د کډوالو بحران کیدای سي لاپسې پراخ سي، دا ځکه چي په تیره بیا د دغو کسانو د اړتیاوو د پوره کولو له پاره مالي منابع مخ پر کمیدو دي. پر مخ په زیاتیدونکي اړتیاوو سربیره د دولتي بشری مرستو په کمیدو او حتی له منځه تلو سره، د موجوده مالي منابعو اندازه له ۲۰۱۵ کال سره ورته ده.
د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشره ریکاردا براندتس، ټینگار کوي: «دا ډول پرمختگ زموږ له پاره د اندېښنې وړ دی. زموږ پیوستون ته اړتیا سته.» د هغې په خبره هیڅوک په خپله خوښه نه تښتي. خو هر څوک په داوطلبانه توگه مرسته کولای سي، د مثال په ډول د بسپنو له لارې.
د کډوالو له ۷۳ سلنې څخه ډیره برخه په داسي یوه هیواد کي اوسیږي چي خلک یې ډیر کم او یا هم متوسط عاید لري. سربیره پردې په ۲۰۲۴م کال کي شاوخوا ۳،۱ میلیونه انسانانو په یوه بل هیواد کي د پناه غوښتنې عریضې وړاندي کړي دي، چې متحده ایالات د پناه غوښتنې تر ټولو لوی شمیر (نږدې ۷۳۰ زره) جوړوي، ورپسې مصر د نږدې ۴۳۴ زره عریضو په شمېرلو سره راځي. جرمني چې تیر کال پکښي د پناه غوښتنې تقریباً ۲۳۰ زره غوښتنلیکونه وړاندي سوي، په دریم ځای کې دی.
خو دغه رپوټ د یوه مثبت بهیر یادونه هم کوي: د بیرته ستنیدونکو کسانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی. په مجموعي ډول، په ۲۰۲۴م کال کې نږدې ۱۰ میلیونه بې ځایه سوو کسانو وکولای سول چې خپلو هیوادونو ته ستانه سي، چې پکښې شاوخوا ۱،۶میلیونه بهر میشتي کډوال شامل دي، چې دا په دوو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمیره ده.
هغه سوریایي وګړي چې د داخلي جګړې له پای ته رسیدو وروسته بیرته ستانه سوي دي، د ځانگړي یادونې وړ دي. سره له دې، بیاهم هلته د هغوی ملاتړ ته اړتیا موجوده ده.