م.م.: پر بشري مرستندويانو مرگوني بريدونه زيات سوي
۱۴۰۴ مرداد ۲۸, سهشنبهملگرو ملتونو د بشري مرستو د نړیوالې ورځې په مناسبت د سه شنبه په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۱۹ مه) په ژنیو کې خبر ورکړی دی چې تیرکال ۳۸۳ مرستندویان وژل سوي دي. په دې ډول د بشري مرستو د کارکوونکو د وژل کیدو د پیښو شمیر د ۲۰۲۳ م کال په پرتله ۳۱ سلنه ډیر سوی دی. د ملگرو ملتو د عاجلو مرستو همږغي کوونکي، تام فلیچر څرگنده کړې ده چې پر یوه مرستندوی باندې برید پر ټولو مرستندویانو باندې د برید په معنی دی.
اړوند:ملګري ملتونه: تيرکال مرستندویانو ته تر ټولو خونړی کال و
د يادو معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ م کال کې ۳۰۸ مرستندویان ټپیان سوي، ۱۲۵ تنه تښتول سوي او ۴۵ تنه نیول سوي دي. په ۲۰۲۴ کال کې د مرگ ژوبلو زیاتوالی د غزې په تراډه او سوډان کې د شخړو له امله دی. د غزې په تراډه کې د بشري مرستو ۱۸۱ مرستندویانو او په سوډان کې ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ۲۰۲۴ م کال کې د هغه د تیر کال په پرتله، په ۲۱ هیوادونو کې د بشري مرستو د کارکوونکو په وړاندي زورزیاتی ډیر سوی دی. تر ټولو ډېرعاملین، دولتي څېرې وې.
د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اتو میاشتو کې ددغه بهیر د بیرته گرځیدو هیڅ ډول نښې نه ښکاري: د لومړنیو معلوماتو له مخې، ویل کیږي چې د اگست تر ۱۴مې پورې ۲۶۵ مرستندویه کارکوونکي وژل سوي دي.
د بشري مرستو نړیواله ورځ هر کال د اگست پر ۱۹مه نیټه، په بحرانونو او شخړو کې د مرستندویه کارکوونکو د کار د درناوي له امله لمانځل کیږي. دغه ورځ په ۲۰۰۸ کال کې د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تاسیس سوه.