ملگروملتونو له تاجيکستانه غوښتي چي د افغان مهاجرواخراج ودروي
۱۴۰۳ بهمن ۹, سهشنبهله ۱۹۹۰مي لسيزي راهیسي په زرونو افغانان گاونډي هیواد تاجيکستان ته مهاجر سوي دي. هغوی په افغانستان کي د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندي جگړې له عواقبو، په ۲۰۰۱ کال کي د متحده ایالاتو له حضور وروسته ناآرامیو او د طالبانو د اولې او دوهمې دورې د حاکمیت د سرکوبه کولو له امله نوموړي هیواد ته پناه وړې ده.
د ملگرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمیشنر (UNHCR) د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «یو ان اچ سي آر د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر مياشت کي افغانستان ته د ۸۰ افغان مهاجرو له اجباري بیرته ستنولو څخه خبر دی.» نوموړی زیاتوي: «زیاتره» بیرته استول سوي د معتبرو اسنادو او پناهندگۍ د کارتونو درلودونکي دي.
دغه سازمان د یوه ایمیل په استولو سره د شنبې په ورځ وویل: «د هغه کس اجباري استول چي له شکنجې یا د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له مواردو سره مخامخ وي، د تاجيکستان د مهاجرت له قوانینو سره په ټکر کي دي.»
په ایمیل کي راغلي دي چي د ۲۰۲۴م کال تر پایه پوري، څه ناڅه ۹ زره افغان پناه غوښتونکو په تاجيکستان کي ژوند کاوه.
تاجيکستان وايي چي افغان مهاجر له ډیریو هغو حقونو څخه برخمن کیږي چي د تاجیک اتباعو په برخه دي.
خو د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي، هغه کسان چي بیرته استول کیږي، د شکنجې په گډون، آزار او ځوروني له گواښ سره مخامخ دي.
تاجیکستان او افغانستان پیاوړي کلتوري او ژبني اړیکي لري، خو په ۲۰۲۱ م کال کي واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي، د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي ترینگلي سوي دي.
د مرکزي آسیا د نورو رهبرانو برعکس، د تاجيکستان ولسمشر، امام علي رحمان، په تیره بیا له تاجيکانو سره چي په افغانستان کي دوهمه لویه قومي ډله ده، د طالبانو پر چلند انتقاد کړی دی.
له افغانستان سره په سرحد کي نور هیوادونه لکه پاکستان او ایران هم له ډیره وخته راهیسي افغان مهاجر اخراجوي.