درو سکانو د امریکا له سمندري ځواکونو محاکمه ګټلې
۱۴۰۱ دی ۴, یکشنبهد امریکا متحده ایالاتو د تجدید نظر محکمې د جمعې په ورځ حکم وکړ چې د دغه هیواد سمندري ځواکونه دې سک سرتیرو ته د ږیرې نه خریلو او لونګۍ پر سرولو اجازه ورکړي.
د سکانو نارينه خپل مذهب ته د ژمنتیا ښکاره کولو له پاره خپلې ږیرې نه خریې او لونګۍ پر سروي. محکمې ویلي دي چې د ږیرې نه خریل یا نه کلول او لونګۍ پر سرول به د دوی پر دندې هیڅ تاثیر ونه کړي.
آیا په رښتيا د ایران د مذهبي پوليسو اداره لغوه سوې؟
د کلمبیا ناحیې قاضیانو دې موضوع ته د ځواب پیدا کولو هڅه کوله ول چې آیا دغه دری سکان کولی شي د امریکا د وسله والو سمندري ځواکونو د ږیرې خریلو او ویښتانو کمولو له قانون څخه معاف شي او که څنګه.
دغو درو کسانو تیر کال په سمندري ځواکونو کې د نوم ثبتولو له پاره امتحان ورکړی و، خو یوه دعوه یي پر مخ وړله، تر څو د زده کړو او جګړې پر مهال، له خپلو اعتقادي اصولو څخه استفاده وکړي.
اریک باکستر د دغو درو سکانو استازي وویل: «ننۍ حکومت د دغو درو سک سرتیرو له پاره یوه لویه بریا ده چې اوس کولی شي خپلې لومړنۍ زده کړې بی له خپلې مذهبي عقیدې له لاسه ورکولو څخه پیل کړي.»
د امریکا د سمندري وسله والو ځواکونو مشر استدلال کاوه چې ږیره د ټیم د تشکیلو مخه نیسي. محکمې د خپل نظر په بیانولو سره وویل چې د سمندري وسله والو ځواکونو مشر استدلال کوي چې ورته والی یا مشابهت د «ټيمي ذهنیت» له پاره حیاتي ارزښت لري او زیاته یي کړه چې استخدام شوي کسان باید «ډله ایز نظامي مقررات» عملي کړي او ګډې سرخندنې پر لور د «رواني تغیر» د یوې برخې په توګه له خپلو «شخصي غوښتنو» څخه تیر شي.
د آلمان په کولن ښار کې په لومړي ځل اذان اورول کيږي
خو محکمې دغه استدلالونه رد کړي دي او وایي چې په پراخه پیمانه د ظاهرې څیرې نورو ډولونو ته اجازه ورکړل شوې ده.
قاضیانو همدارنګه ویلي دي چې هغه سړي چې په سمندري وسله والو ځواکونو د «جوش اصلاح» په نامه جلدي ناروغي لري د ږیرې له خریلو معاف دي. دغه ناروغي د ږیري په خریلو سره زیاتیږي.
سمندري ځواکونه همدارنګه ښځو ته اجازه ورکوي چې د خپل ذوق مطابق ویښتان جوړ کړي او تر ډیرې اندازې ټټو ته هم اجازه ورکوي، هغه موضوع چې محکمې هغه شخصي غوښتنې ګڼلې دي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا